د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون په خپله افغانانو پورې اړه لري

نواز شریف چې نن شنبه کابل ته په یوه رسمي سفر راغلی له ولسمشر کرزي سره یې په ګډه خبرې غونډه کې له افغانستان سره د ښو سیاسي او سوداګریزو اړیکو غوښتنه وکړه او دارنګه یې یو سوله ایز افغانستان د پاکستان په ګډون ټولې سیمې لپاره اړین وباله او ويي ویل ولسمشر کرزي ته يې ډاډ ورکړی، چې د سولې لپاره د زمينې په برابرولو کې به همکاري کوي.
هغه وویل پاکستان له افغانستان سره د ورورګلوۍ په فضا کې اړیکې غواړي، سوله ایز افغانستان د پاکستان په ګټه دی، ۲۰۱۴ کال به له یو لړ ننګونو سره مخ وي خو هیله لرو چې آمنیتي چاري په ښه ډول انتقال شي،زه ژمنه ورکوم چې د ګډو اهدافو یعنې د سولې او ګډ ژوند لپاره به هڅه کوو.
نوازشریف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي تړون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې دا چاره د افغانستان اړوند وبلله او ویې ویل،افغانستان یو خپلواکه هیواد او د حاکمیت خاوند دی او دا د افغانستان حکومت پورې اړه لري چې له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه پریکړه وکړي، زمونږ ګټه د افغانستان ګټه ده،د وروګلوۍ فضا کې ژوند زمونږ هیله ده،مونږ د دوی پریکړو ته درناوی لرو .
د پاکستان لومړي وزیر همدا راز د افغاني طالبانو د دویم نمبر مشر ملا برادر اخوند په اړه هم څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې ملابرادر خوشې شوی او دوی موافقه کړې چې د یوه مکانیزم په کارولو له برادر سره د سولې خبرې دوام ولري ترڅو یوې پایلې ته ورسیږي.
په همدې حال کې افغان ولسمشر حامد کرزي له میا نوازشریف سره د خپلې لیدنې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.
هغه وویل دواړو خواوو و پتیله چې تروریزم او افراطیت باید له منځه لاړه شي او زمونږه هیله داده ده چې د دغو ځالو له منځه لاړې شې ترڅو دواړه هیوادونه په ارامۍ کې ژوند وکړي
بل پلو ته د افغانستان د سولې عالي شورا هم تمه ښودلې چې افغانستان ته د نوازشریف سفر به د افغاني سولې او پخلاینې په برخه کې ډیرې ګټورې پایلې له ځانه سره ولري.

Add new comment