د اهلسنت مشهور او لوې عالم ابوالفضل له اړخه محرم الحرام او د کربلا شهيدان-۴
دخاندان نبوت او د أهل بيت النبي فضيلت او عظمت
قدرمنو! مراد ځما له أهل بيتو څخه دلته د خاندان نبوت دغه څلور عظيم الشانه او په الهي دربار کښي عالي رتبه او دلوړو مقاماتو خاوندان دي چي حضرت فاطمة الزهرآء (رضي الله عنها ) او د إسلام څلرم خليفه حضرت علي (کرمَ الله وجهه) او حضرت إمام حسن او حسين (رضي الله عنهما) دي .
ددوۍ د فضيلت بيان په دوه ډوله و تاسي محترمو ته ذکرکوم :
اول : په إجتماعي ډول .
دوهم : په إنفرادي شکل کښي .
ځکه په إسلام کي د دوۍ د فضيلت په باره کښي په دغو دواړو شکلو کښي دلائل موجود دي .
اول د دوۍ مبارکانو و فضائيلو ته په مجموعي شکل کښي متوجه سۍ !
( ۱ ) : له حضرت زيد بن أرقم څخه روايت دئ چي نبي (صلی الله عليه وسلم ) و حضرت علي ، فاطمې ، حسن او حسين (رضي الله عنهم) ته و فرمايل :
أنا حربٌ لِمَن حارَبتم و سِلْمٌ لِمَن سالَمتم (رواه الحاکم في المستدرک) .
يعني زه جنګ کونکئ او مخالفت کونکئ يم له هغه چا سره چي تاسي له هغه سره جنګ او مخالفت کوۍ ، اوزه جوړ ، موافق او روغه کونکئ يم له هغه چا سره چي تاسي له هغه سره جوړ او موافق ياست .
( ۲ ) : د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :
و أهلُ بيتي أمانٌ لأمتي مِنَ الإختلافِ ، فإذا خالَفتها قبيلَة مِنَ العربِ اختلفوا و صاروا حزبَ إبليسٍ .
(رواه الحاکم و قال هذا حديث صحيح الإسناد ) .
يعني : او أهلِ بيت ځما أمان دئ أمت ځما لره له إختلاف څخه ، نو هغه وخت چي مخالفت وکړي د أهل بيت ځما يوه قبيله له عربو څخه (يعني لکه خوارجو چي د حضرت علي مخالفت وکړ) نو بيا به دوۍ سره مختلف سي او د إبليس ډله به ورڅخه جوړه سي .
( ۳ ) : د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :
أحِبوا اللهَ لِما يَغزوکم بِه مِنْ نِعَمِه و أحبوني لِحُبّ اللهِ و أحِب أهلَ بيتي لِحُبي .
(رواه الحاکم وقال هذاحديث صحيح الإسناد ) .
يعني : محبت کوۍ له الله (جل جلاله) سره له دې وجي چي وتاسي ته په خپلو نعمتو سره غذا درکوي او محبت کوۍ له ما سره له وجي د محبت د الله (جل جلاله) او محبت کوۍ له أهلِ بيت ځما سره له وجي د محبت ځما .
( ۴ ) : له حضرت أبي سعيد الخدري څخه روايت دئ چي ده مبارک ويلي دي چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :
والذي نفسي بيدِه لا يُبغِضنا أهلَ البيتِ أحدٌ إلا أدخلَه اللهُ النارَ . (رواه الحاکم وقال هذاحديث صحيح علی شرط مسلم) .
يعني : قسم دئ ځما په هغه ذات چي ځما نفس دده په قدرت کښي دئ بغض به نه وکړي له موږ سره ( يعني ) له أهل بيت سره هيڅوک مګر داخل به کړي دَی الله (جل جلاله) و اور د دوږخ ته .
Add new comment