د اهلسنت مشهور او لوې عالم ابوالفضل له اړخه محرم الحرام او د کربلا شهيدان-۱

بسمه تعالی !!
محترمو وروڼو ! په دې لړۍ کښي به وتاسي محترمو ته د �أشهرالحرم �يعني د حرامو يا حرمت والا مياشتوبيان ، او د محرم الحرام د مياشتي فضيلت او د � عاشورآء� په ورځ کښي د طاعت او عبادت فضيلتونه ، او دارنګه د عاشورآء په ورځ کښي تاريخي پيښي او بالآخره د کربلا د شهيدانو په اړه په زړه پوري معلوماتونه تقديم کړه سي
البته په دغه لومړۍ برخه کښي به و تاسي محترمو ته د حرامو مياشتواو خصوصًا د محرم الحرام د مياشتي په باره کښي په مختصر ډول تفصيل وړاندي کړ سي .
الله (جل جلاله) په قرآنکريم کښي فرمايلي دي:
إن عدة الشهورِ عندَ اللهِ اثنی عشرَ شهرًا في کتابِ اللهِ ( الی قوله تعالی) منها أربعة حرم .
يعني : بېشکه شمير د مياشتو ، په نزد د الله تعالی (چي نوشته دئ په لوح محفوظ کښي ) دوولس مياشتي دي .
يعني ټول قمري کال دوولس مياشتي دئ ، چي له دغو دوولسو مياشتو څخه څلور مياشتي حرامي ، يا د حرمت والا مياشتي دي ، چي په عربي لُغت کښي د دغو دوولسو مياشتو نومونه په دې ترتيب دي :
مُحَرَّم ، صَفَر ، رَبِيعُ الأول ، ربيع الآخر ، جِمَادي الأولی ، جمادي الأخری ، رَجَب ، شُعبان ، رمضان ، شوال ، ذوالقعدة ، ذوالحجة .
لکه چي يوه عالِم په فارسي بيتو کښي په دې ډول دغه نومونه ذکر کړيدي ، رباعي :
از محرم چو ګذشتي چي بود مـــاه صفر
بعد از وَی دوربيـــــع و دو جــميدِ دګـــر
پس رَجَب باشد وشعبان رمضان وشوال
باز ذوالقعدة و ذوالحجة شد اثـــنی عـشر .
او د روميانو په ژبه يې نومونه په دې ډول دي :
تشرينِ اول ، تشرين ثاني ، کانون اول ، کانون ثاني ، شَبات ، ادار ، نَيسان ، ايار ، حَذيران ، تموز ، آب ، اياوَل .
په فارسي زبان يې نومونه په دې شرحه دي :
پروردين ، اردِبهشت ، خرداد ، تير ، مرداد ، شهريور ، مِهر ، آبان ، آذر ، دِې ، بهمن،اسفندارمز .

Add new comment