د اهل بيتو امامانو(عليهم السلام) سنت

د ائمه ا هل بيتو  ـ عليهم السلام ـ حديثونه هم د پيغمبر اکرم(ص) په امر واجب الاطاعه دي، ځکه چې اول خو په مشهور  او  متواتر حديث کې  چې د اهل سنتو او شيعو د حديثو په اکثرو کتابونو کې ر اغلي دي دا خبره جوته شوې ده ، په صحيح ترمذي کې  راغلي دي چې پيغمبر (ص) وفرمايل: «يا ايها الناس اني قد ترکت فيکم ما ان اخذتم به لن تضلوا ، کتاب الله وعترتي  اهل بيتي؛ اے خلکو ! ما په تاسو کې داسې څيز پريښوده  چې که لمن يې راټينګه کړئ هيڅکله به ګمراه نه شئ  دخداي کتاب  و زما عترت، يعنې اهل بيت»[1]
دوهمه دا چې: ائمه اهل بيت ـ عليهم السلام ـ خپل ټول حديثونه له پيغمبر اکرمه (ص) نقل کړي دي، او ويلي يې دي هغه څه  چې مونږ يې وايو له خپلو پلار نيکونو له پيغمبره(ص) مونږ ته رسيدلي دي.
هو پيغمبر د  مسلمانانو راتلونکي مشکلات ښه ليدل  او د هغوي  د ډيرنده مشکلاتو حل لاره يې  د نړې تر پايه پورې د قرآن او ائمه اهل بيتو ـ عليهم السلام ـ  په پيروۍ کې ګڼلې ده .
ايا په دومره مهم حديث د هغې په مطلب او قوي اسنادو يې سترګې پټولې شو او بې دليله له هغه تيريدلې شو؟!
له  همدې امله مونږ عقيده لرو چې: که  دې مسئلې ته زياته  توجه شوې وه، ځينې مشکلات به چې  د نن زمانې مسلمانان ورسره د عقائدو ، تفسير او فقهي مسائلو کې مخامخ دي نه وو موجود.
[1] صحیح ترمذی ۵ ټوک، ۶۶۲ مخ، باب مناقب اهل بیت  النبی(ص) ۳۷۸۶ حدیث، د دغه حدیث ډیر اسناد به دامامت په بحث کې په مشروحه توګه راشي.

Add new comment