امام حسين عليه السلام
لنډه پيژندګلو
د هجرت په څلورم کال د شعبان د مياشتې په دريمه نيټه د حضرت امام علی عليه السلام او بي بي فاطمې (ع) دويم بچی امام حسين عليه السلام د وحي او ولايت په کور کې وزيږدۀ. کله چې پيغمبر(ص) د دۀ له زوکړې خبر شو نو د امام علی عليه السلام او بي بي فاطمه (ع) کور ته ورغی او اسماء ته يې وفرمايل[1] چې دا بچی ورولي. اسماء امام حسين عليه السلام په سپينې کپړې کې ونغښتۀ او د خداي د رسول(ص) خدمت ته يې يوړو ګران رسول (ص) د هغۀ په ښي غوږ کې بانګ او ګس غوږ کې اقامت وويې[2]
د زوکړې په لومړيو ورځو يا اوومه ورځ جبرائيل نازل شو[3] او وې ويل ای رسوله(ص) په تا باندې د خداي سلام وي. په دې ماشوم باندې د هارون عليه السلام د وړوکي ځوي شبير نوم کيږده چې په عربۍ کې ورته حسين واې[4] ځکه چې علی عليه السلام تا ته داسي دې لکه موسی بن عمران ته چې هارون ؤ خو فرق يوازې دا دی چې تۀ وروستی پيغمبر(ص) يې. او په دې ډول د بي بي فاطمه (ع) په دويم ځوي باندې خداي پاک حسين عليه السلام نوم کيښود. د زوکړې په اوومه ورځ بي بي فاطمې (ع) د هغۀ د عقيقې په توګه ګډه حلاله کړه . د امام حسين عليه السلام سر يې وخرئيۀ او د هغۀ د ويښتو په وزن يې سپين زر صدقه کړل.[5]
[1] . کيدی شي له اسما نه مراد د يزيد بن سکن لور وي. ر.ک: اعيان الشيعه جز11 ص168 د اهلسنتو د ذخائر العقبی کتاب په 120 مخ باندې د اسماء بنت عميس نه روايت شوی دی.
[2] . امام شيخ طوسي ج1 ص 377، ذخائر العقبی ص120.
[3] . معاني الاخبار ص57 ذخائر العقبی ص120 مستدرک الصحيحين ج4 ص277. مسند احمد بن حنبل ج1 ص159.
[4] . هماغه.
[5] . په اسلامي سرچينو کې د عقيقې په حقله ډيره سپارښتنه شوې او د بچي د سلامتيا لپاره يې ډيره اغيزمنه بللې ده. صحيح نسايي ج2 ص189 تاريخ بغداد ج10 ص157، مستدرک الصحيحين ج4 ص237. سنن بيهقي ج9 ص299.
امام حسين عليه السلام او پيغمبر (ص)
د هجرت په څلورم کال د امام حسين عليه السلام د زوکړې له وخت څخه د خداي رسول (ص) تر وفاته پورې چې دا ټوله موده شپږ کاله او څو مياستې کيږي خلق د هغې مينې او محبت له امله چې پيغمبر(ص) له هغۀ سره لرله د هغه په لويې مقام او لوړاوي پوه شول.
سلمان فارسی وائي : يوه ورځ مي وليدل چې د خدائي رسول(ص) حسين عليه السلام په زنګون کښينولی ، ښکلوي يې او فرمايي : تۀ پخپله لويې يې ، د لويې پلار ځوې، او د لويو زامنو پلار يې، تۀ په خپله امام، د امام ځوې او د امامانو پلار يې، تۀ د خداې حجت، د خداې د حجت ځوې او د خداې د نهو حجتونو پلار يې چې ورستی يې د زمانې امام مهدي دی.[1]
د انس بن مالک نه روايت دی: يوه ورځ له پيغمبر(ص) پوښتنه وشوه چې په خپلو اهلبيتو کښې درباندې څوک ډير ګران دی؟ وې فرمايل چې حسن عليه السلام او حسين عليه السلام[2] د خداي رسول به اکثره حسنيان خپلې سينې ته جختول، بويول او ښکلول به يې.[3]
ابو هريره وايي: د خداي رسول(ص) امام حسن عليه السلام او امام حسين عليه السلام په اوږو کيښنولي وو او زمونږ په لور روان ؤ کله چې مونږ ته راورسيد نو وې فرمايل څوک چې زما د دغو دوو بچيو سره مينه وکړي له ما سره يې مينه کړی او څوک چې ورسره دښمني وکړي له ما سره يې دښمني کړې ده [4]
له امام حسين عليه السلام سره د پيغمبر(ص) د مينې انتها د خداي رسول (ص) له دی حديثه معلومولی شو چې فرمايي: “حسين منی و انا من حسين” حسين عليه السلام له ما څخه دی او زۀ له حسينه يم”[5]
امام حسين عليه السلام د خپل عمر شپږ کاله له پيغمبر(ص) سره تير کړل او چې کله هغه مبارک له دنيا سترګې پټې کړې نو پاتې ديرش کاله يې له پلار سره ژوند وکړو. داسي پلار چې بې له انصافه يې کوم حکم نۀ ؤ کړی او عمر يې د خداي په عبادت او پاکۍ کې تير شوی ؤ هر څه يې د خداي لپاره کول او تل يې د خداي رضا غوښتله. د حضرت علی عليه السلام د خلافت په وخت امام حسين عليه السلام د اسلامي مقصدونو د کاميابۍ لپاره د خپل ورور امام حسن عليه السلام په شان په بهادرۍ او فداکارۍ سره کوشش کولو او د صفين جمل او نهروان کې په جنګونو کې يې ګډون درلود.[6]
د حضرت امام علی عليه السلام له شهادته وروسته د خداي د رسول (ص) له حکم او د اميرالمؤ منين حضرت امام علی عليه السلام له وصيت سره سم امامت او مشري د حضرت امام حسن عليه السلام په اوږو راغله. امام حسين عليه السلام له خپل ورور سره په ټوله موده کې يو فکرې او غږملې ؤ. او چې کله د اسلام او د مسلمانانو د ټولنې د مصلحتونو په وجه امام حسن عليه السلام له معاويه سره سولې ته مجبوره شو نو امام حسين عليه السلام ورسره په ټولو سختيو او کړاوونو کې شريک ؤ او په دې پوهيدو چې دا سوله د اسلام او مسلمانانو په ګټه او مصلحت ده نو هيڅ کله يې په خپل ورور امام حسن عليه السلام اعتراض ونۀ کړو او حتی يو ورځ چې معاويه د امام حسن عليه السلام او امام حسين عليه السلام په امام حسن عليه السلام او حضرت امام علي عليه السلام پسې بد رد شورو کړل نو امام حسين عليه السلام دفاع ته پاڅيد چې د معاويه خبره غوڅه کړي او د بدو ردو ځواب ورته ووايي. خو امام حسن عليه السلام ورته وويل چې چپ شه ، امام حسين عليه السلام هم ومنله او امام حسن عليه السلام پخپله د معاويه ځواب ته پاڅيد او په مدللو او ځپونکو خبرو سره يې هغه خاموش کړو.[7]
چې کله امام حسن عليه السلام له دنيا مخ پناه کړو نو د مسلمانانو مشري او امامت امام حسين عليه السلام ته پاتې شو او د خداي لخوا د ټولنې په مشرۍ مامور شو امام حسين عليه السلام ليدل چې معاويه د اسلامي حکومت په ګدۍ ناحقه ناست دی او د خداي د احکامو، د دين د بنيادونو اواسلامي ټولنو د اصولو په خرابولو مشغول دی.امام د دې خرابوونکي حکومت په کړو ډير خفه ؤ خود دې وس يې نه لرلو چې کسان برابر کړي او هغه د اسلامي حکومت له ګدۍ راکوز کړي لکه څنګه چې د امام حسن عليه السلام حالت هم دا شان ؤ.امام حسين عليه السلام پوهيدو چې که خپل نيت ښکاره کړي او د کسانو په برابروولو لګيا شي نو معاويه به يې ديو ګټه ور طاقت او فوځ تر جوړولو مخکې شهيد کړي. مجبورا غلی کيښناست او له صبره يې کار واخستوځکه چې که پاڅيدلی وی نو له هر اقدامه مخکې به شهيد کړی شوی ؤ او نتيجه به يې هم هيڅ نۀ وه نو تر څو چې معاويه ژوندې ؤ امام د خپل ورور امام حسن عليه السلام په شان ژوند تير کړو او کوم لويې مخالفت يې ونۀ کړو.صرف کله کله به يې د معاويه په غلطو کارنو نيوکه او ټکونه کول او خلقوته به يې د راتلونکي هيله ورکوله چې انشاءالله موثره ګام به پورته کړي.
په هغه ټوله موده چې معاويه د يزيد د ولي عهدۍ لپاره له خلقو بيعت اخستو امام حسين عليه السلام په کلکه هغه سره مخالفت وکړو، هيڅ کله يې بيعت ونۀ کړو او هغه ولي عهدي يې ونۀ منله. او کله کله به يې معاويه ته سختې خبرې کولې او سخت ليکونه به يې ورته ليکل.[8] معاويه هم د يزيد د بيعت لپاره په هغۀ ټينګار ونۀ کړو او دا حالت همداسې پاتې شو تر دې چې معاويه مړ شو.
[1] . مقتل خوارزمي ج1 ص146 کمال الدين صدوق ص152
[2] . سنن ترمذي ج5 ص323 فيض القدير ج1 ص148.
[3] . ذخائر العقبی ص122.
[4] . ابن ماجه فضائل حسن و حسين عليهما سلام، کنوز الحقائق ص134، مسند ابو داؤد طيالس ج10 ص332. الاصابه ج11 ص330.
[5] . سنن ترمذي ج5 ص324 ابن ماجه باب فضائل اصحاب رسول الله(ص) کنز العمال ج6 ص221.
[6] . الاصابه ج1 ص333.
[7] . اسدالغابه ج2 ص13 ارشاد مفيد ص173.
[8] . رجال کشي ص94 کشف الغمه ج2 ص206.
د عرفې د ورځ دعا
دوي ډيرځله پياده حج کړی ؤ[1] د غالب اسدي زامن وايي د عرفې د ورځ په مازيګر د عرفات په دشته کې له امام حسين(ع) سره وو، هغه حضرت ډير په عاجزۍ او خشوع سره له خيمې راووت او له يو شمېر اصحابو سره د غرۀ په ګس اړخ ودريد، مخ يې د کعبې په لور واړوو او د يو کمزوري حاجتمن او سوالګري په شان يې اسمان ته لاسونه اوچت کړل او دا دعا يې وکړه: (د دعا د ځينې برخو ترجمه)
“حمد و ثنا د هغه خداي ده چې هيڅ يو څيز د هغه قضا او غوښتنه نه شي درولی او د هغه د بخښنې مخه نشي نيولی. په سخاوت او کرامت کې د هغه لاس خلاص دی او هر يو څيز يې په خپل حکمت سره نيک او مناسب جوړ کړی دی څوک چې پټ کارونه او عملونه کوی خدايي ته پټ نه دي او څه چې هغه ته وسپارل شي نه ضايع کيږي.
ای لويه خدايه! تا ته ولاړ يم، تا ته مې پناه راوړې ده او ستا په خدايي توب ګواهي ورکوم اعتراف او اقرار کوم چې ته زما پنځوونکی يې او هم تاته به درګرځم تر دې مخکښې چې زه څه جوړ شم. په ما دې نعمت وورولو او زه دې له خاورې پيدا کړم، بيا دې زه صحيح او سالم دنيا ته راوستم. په وړوکوالي کې دې په زانګو کې له هرې بلا وساتلم او د خوږو خواراکونو پۍ دې زما روزي کړل، د روزونکو زړه دې په ما مهربان کړو او زړه سواندې مور دې زما روزنې ته وبلله، زۀ دې له پټو شرونو او پيريانو وساتلم او له کمۍ زياتۍ دې په حفاظت کې کړم، نو ای لويه خدايه! ای رحيمه او رحمانه! نو کله چې زه په خبرو شوم په ما دې خپل نعمتونه وورول او په کلونو کلونو دې زه لوي کړم تر دې چې خلقت مې بشپړ شو.
خدايه! زۀ ستا کوم کوم نعمت ياد کړم يا ستا د کومو لورينو او پيرزوينو شکر وکړم ځکه چې ستا نعمتونه او بخښنې تر دې زياتې دي چې شمېرونکي يې وشمېري، يا پرې حساب کوونکي خبر شي، هغه بلاګانې او کړاوونه چې زه دې ترې ساتلی يم له هغې سلامتۍ، روغتيا او اسانيو زياتې دي چې ماته دې راکړي دي، خدايه! زۀ تا د خپل ايمان په حقيقت ګواه نيسم او که فرضا ټول عمر ژوندی پاتې شم او وغواړم چې ستا نعمتونه وشمارم بيا هم د دې توان نه لرم، خدايه ما داسې کړه چې له نا داسې وويريږم لکه تا چې وينم او ما د پرهيزګارۍ او تقوي په نعمت نيکمرغه کړه او د ګناه او نافرمانۍ په وجه مې مه بددختوه.
ای لويه خدايه! ما ته په روح او بدن کې بې نيازي، په زړه کې يقين، په عمل کې اخلاص، په سترګو کې رڼا او په دين کې بصيرت او سترګې عطا کړه. خدايه! که ستا نعمتونه شمېرل غواړم نو نه يې شم شمېرلی. ای پروردګاره! ستا کرم او سخا ډيره زياته ده او ټوله ثنا ستا ده. خدايه زه په خپلو ګناهانو داده کيږم، ما وبخښې او له ګناهونو مې تېر شې”.
دا دعا ډيره اوږده ده او ډيره زړه راښکونکې ده خو ما د اختصار لپاره دا لږه غوندې ذکر کړه. (دا ټوله دعا شيخ عباس قمي(رح) په خپل کتاب “مفاتيح الجنان” کې نقل کړې ده)
هغه ورځ امام حسين د دې کتاب په لوستو سره زړونه داسې خداي ته راکاږل چې ټولو کسانو وژړل او دې دعا ته يې امين وويې.
[1] . مناقب ابن شهر اشوب ج3 ص224. اسد الغابه ج2 ص20.
د امام حسين عليه السلام ځينې ويناوې
ì امام حسين عليه السلام خپل زوی امام زين العابدين ته په وصيت کې فرمايي: ای زويه! له ظلمه ځان وساته، په تېره بيا په داسې کسانو له ظلمه چې له خدايه پرته بل څوک نه لري (ځکه چې خداي د داسې مظلوم بدله ډير زر اخلي)
ì يو سړي له امام حسينه وغوښتل چې د دنيا او اخرت د ښيګړې په حقله ورته څۀ وليکي، امام حسين عليه السلام ورته وليکل: بسم الله الرحمن الرحيم. څوک چې د خداي رضا غواړي او د خداي خوشحالي د خلقو په غصې خرڅه نه کړي، نو خداي به يې په هره چاره او د خلقو په چارو کې بې نيازه کړي او څوک چې د خلقو رضا غواړي او د خلقو خوشحالي او رضا د خداي په غصه واخلي نو خداي يې خلقو ته پريږدي (يعنې خداي ورځنې خپل کرم او رحمت واخلي)
ì امام حسين عليه السلام ته يو سړی راغی او ورته يې وويل چې زه په ګناهونو کې پټ يم او له خپلو ګناهونو نه شم تښتيدلی. ما ته نصيحت وکړه. امام حسين عليه السلام ورته وفرمايل چې پينځه کارونه کوه نور چې دې زړه کومه ګناه غوښتله کولی يې شې:
1. د خداي له نعمتونو استفاده مه کوه، هله ګناه ته مخ اړوه.
2. که د خداي له دنيا، حکومته او سرپرستۍ وتلی شې نو ګناه کوه.
3. داسې ځاي ته لاړ شه چې خداي دې نه وينی، بيا چې دې څه زړه غوښتل کوه يې.
4. که د مرګ په وخت خپل روح د خداي له فرښتې ساتلی شې نو کومه ګناه چې دې خوښه وي کوه يې.
5. او که دا طاقت لرې چې کله دې د دوزخ په اور کې اچوي نو ته ترې ځان بچ کړې نو بيا هم ګناه کولی شې.
(نو ته دا پينځه کارونه نه شې کولی پکار ده چې ګناه ونه کړې)
ì امام حسين عليه السلام وفرمايل: ای انسانه! ستا هستي او پانګه (سرمايه) ستا عمر دی. ستا د عمر هره ورځ چې تيريږي، ستا د وجود يو ټوټه کميږي (نو پام کوه چې له عمره دې سمه استفاده کوې او که نه هغه فضول او بې ځايه تېروې)
ì له امام حسين عليه السلام څخه وپوښتل شول چې په څنګه حال کې دې صبح کړه يعنې سهار په څنګه حال کې راپاڅيدې؟ امام وفرمايل: په داسې حال کې راپاڅيدم چې زما خداي او پروردګار ما ويني، د جهنم اور زما په وړاندې دی او مرګ راپسې دی چې راومې نيسي، په دنيا کې او اخرت کې مې هر څه په حساب کتاب دي او زۀ په خپلو اعمالو پړ يم. داسې نه ده چې څه غواړم هغه وشي او ورته ورسيږم او څه چې مو نه دي خوښ او نه يې غواړم. له ځانه لرې کړی شم ځکه چې ټولې چارې د بل چا(خداي) په لاس کې دي که وغواړي عذاب راکوي او که خوښه يې وي بخښي مې. نو کوم يو فقير تر ما ډير فقير دی.
ì امام حسين عليه السلام فرمايي: ځينې کسان د جنت او بهشت په اميد د خداي بندګي کوي چې دا بندګي او عبادت د تاجرانو او سوداګرانو عبادت دی، ځينې خلق د جهنم له ويرې د خداي عبادت کوي چې دا د غلامانو او مريانو عبادت دی،(يعنې که د مالک له سزا ونه ويريږي خبره نه مني) او ځينې کسان د خداي عبادت د شکر او د نعمتونو د مننې او شکريه لپاره کوي چې دا د ازادو او پتمنو عبادت دی او دا د عبادتونو تر ټولو لوي او ښه ډول دی.
ì خداي تعالي د هيچا طاقت تر هغه وخته نه کموي چې فرائض او واجبات يې کم نه کړي او د چا وس تر هغه وخته نه کموي چې ذمه وارۍ او دندې يې کمې کړي (يعنې هر چاته د هه د طاقت او وس مطابق ذمه واری او فرض سپاري).
ì ستاسو بدله له جنته علاوه بل څۀ نه ده نو ځان په نورو مه خرڅوئ ځکه څوک چې په دنيا راضي شي (يعنې مقصد يې يوازې د دنيا ګټل وي) نو په ډير سپک او پست شي راضي شوی دی.
ì د حقو له مننې او پيروۍ علاوه عقل په بل څه نه کامليږي.
ì د تيرو نعمتونو شکر د دې سبب کيږي چې خداي پاک تا ته نور نعمتونه درکړي.
ì يوازې هغه کس امانت دار بوله چې له خدايه ويريږي.
ì له امام حسينه پوښتنه وشوه فضيلت او لوړاوی په څه کې دی؟ وې فرمايل: د ژبې مالکيدل (يعنې په خپلې ژبې کنټرول) او نيکي او ښيګړه کول.
شهادت
لکه څنګه چې مخکښې هم اشاره وشوه امام حسين عليه السلام له خپلو اهلبيتو او ملګرو سره د کربلا په دشته کې د يزيد ملعون د پوځيانو او شمر ملعون په لاس د هجرت په يوشپيتم کال د محرم د مياشتې په لسمه نيټه د دريو ورځو تږې په ډير ظلم سره شهيد شو. خداي دې ارواښاد لري.
Add new comment