دسعودي عربستان او قطر ترمینځ اختلاف زیات شوي دي
دفارس خلیج دملګرتیا شورا عمومي منشي دسیمې دمسایلو په باره کښې د سعودي عربستان او قطر په اختلاف اعتراف وکړ . الجزیره العربیه مجلې نن راپور ورکړ دفارس خلیج دملګرتیا شورا عمومي منشي عبداللطیف الزیاني دمصر دکړکیچ په شمول دسیمې د مسایلو په باره کښې د سعودي عربستان او قطر د اختلافاتو دزیاتیدا خبر ورکړ . الزیانس زیاته کړه د کویت امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح چې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره یوځاې ریاض ته لاړ دسعودي عربستان له باچا عبدالله بن عبدالعزیز سره درې (۳) اړخیزه غونډه وکړه چې د عربستان او قطر اختلاف حل کړي . د سعودي عربستان او قطر ترمینځ داختلافاتو زیاتیدل په دې ډول دي چې ځینو سرچینو دفارس خلیج له ملګرتیا شورا د قطر د ایستلو لپاره دعربستان د کوشش خبر ورکړی دی او دقطر و رځپاڼو هم نیغ په نیغه په سعودي عربستان نیوکې پیل کړي دي . دسعودي عربستان او قطر ترمینځ اختلافاتو په ښکاره ډول دمصر په کړکیچ اغیز اچولی دی په دې ډول چې قطر د مصر دپخواني و لسمشر محمد مرسي او دهغه داخوان المسلمین ډلې ملاتړ کوي او سعودي عربستان د مصر دموقته حکومت او پوځ ملاتړ کوي او سعودي عربستان دمصر له نوي حکومت سره څه دپاسه اووه (۷)میلیارډه ډالره مرسته هم کړي ده . له بلې خوا دقطر حکومتي چارواکي باوري دي چې سعودي عربستان له متحده عربي اماراتو، کویت او بحرین سره یوځاې د قطر پرضد ائتلاف جوړ کړی دی او دسعودي عربستان د جاسوسۍ ادارې مشر بندر بن سلطان ددغه ائتلاف مشرۍ کوي .
Add new comment