د میانمار مسلمانان څوک دی ؟

میانمارد جنوب ختیځ په اسیا کې پروت هیواد دې ، چې له شمال ختیځه له چین ، له ختیځه له لایوس ، له جنوب ختیځه له تایی لینډ  ، له لویدیځه له بنګلادیش  او له  شمال لویدیځه هم له هندوستان سره ګډه پوله لر ی  . میانمار د ۶۷۸۵۰۰ مربع کلومیټر په مساحت سره د جنوب ختیځې اسیا دوهم ستر هیواد دې . دغه هیواد ۱۹۰۰ کلومیټره د اوبو (ابی )پوله لر ی . په برما یا میانمار کې د اسلام د پراختیا تاریخ ، لومړۍ هجری پیړۍ ته ورګرځی .د اسلام له ظاهریدا او دغه سپیڅلی دین ته  د عربانو او ایرانیانو له ګروهنې وروسته  ، عرب او ایرانی سمندرکچکونکیو د تیر وخت په شان خپلو سمندری سفرونو ته دوام ورکاوه  او همداراز په خپلې لارې کې یې خلک اسلام ته هم بلل . وروسته مسلمانو تاجرانو  له هغو  مځکنیو لارو  چې د میانمار له لویدیځې سیمې او د دغه هیواد له اراکان  صوبې  تیریدلې ، د چیین لویدیځو سیمو ته سفر کاوه .  په دوی کې ډیر کسان د اراکان   په ساحلی او ښیرازه سیمه کې پاتې شول  او لومړنې مسلمان میشته سیمه یې جوړه کړه . چینی تاجرانو په دریمې میلادی پیړۍ کې  په خپلو لیکنو کې د میانمار او یونن ترمینځ په پولو کې د ایرانی میشتو سیمو یادونه کړی ده .اوس هم د برما د مسلمانانو ترمینځ په  شیرازی ، کاشانی ، بهبهانی ، اصفهانی او یزدی نومونو سره د ایرانی کورنیو نښه نښانې لیدل کیدلې شی . نن سبا هم د برما په ژبو کې یو شمیر مسلمانان پاتی  نومول کیږی چې ویل کیږی له پارسی اخیستل شوی او د هغو د توکم ښودنه کو ی . دبرمه په  مسلمانانو کې بیلا بیلې فرقې موجودی دی چې د شافعی ، حنفی ، مالکی ، حنبلی ، شیعی ، چولیا مسلم ، بودامسلم ، اهل حدیث ، صوفیه ، طریقیه ، ګرانیه ، وهابی او قادیانی  فرقوپیروان  شامل دی . د میانمار دغه مسلمانان چې د برما حکومت په وینا د دغه هیواد له کابو څلویښت میلیون کسیز نفوسه  یوازې ۴ فیصده ، خو د مسلمانو اولویدیځ د څیړندویه سرچینو له قوله ۲۰ فیصده نفوس جوړوی د برما په بیلا بیلو سیمو کې پراته دی . خو په دوی کې ځینې مسلمانان چې زیاتره یې هندی مسلما نان دی  او له پیړیو وړاندې یې دغه ټاټوبی ته مهاجرت او پکې ژوند کړې دې ، هماغه راز د بنګلادیش او برما پولې ته نږدې په اراکان سیمه کې ژوند کوی ، دغه مسلمانان چې په روهینګیا ژبه  چې له ترکی ، بنګالی ، پارسی او عربی ژبو جوړه ده ، خبری کو ی ، په همدې نوم هم بلل کیږی . د مسلمانانو پر ضد تاوتریخوالې په ۱۹۶۲ کال کې د جنرال وین د حکومت له جوړیدا وروسته ، حج ته د مسلما نانو ورتلل منع کړې شول  ، تر دې چې په ۱۹۸۰ کال کې له اتلسو کلونو وروسته  اویا تنو مسلمانانو ته اجازه ورکړل شوه چې د حج د دستورې د ترسره کولو لپاره مکې مکرمې ته لاړ شی  . د سنډې ټایمز برتانوی خپرونه په خپل یوه راپور کې لیکی چې د برما عسکر د دغه هیواد مسلمانان وهی ټکوی او د هغو په ښځو د نورو په مخ کې تیری کو ی  او سړی یې وژنی . د دغه راپور پر اساس ویل کیږی چې د برما عسکر نیت لر ی د دغه هیواد اراکان ایالت ته مسلمان میشته سیمه ده ،  بودایان ولیږی . د میانمار له ۴۰ میلیونه نفوسو اویافیصده بودایان دی . که څه هم په تیرو وختونو کې دمیانمار عسکرو د نورو قومونو لږکی هم کړولی دی خو له مسلمانانو سره یې چلند ډیر زیات تاوتریخجن دی . د مسلمانانو پر ضد د برما د پوځ نوی تاوتریخوالی د ۲۰۱۲ م کال د می په میاشت کې د ۱۱ بیګناه مسلمانانو له وژل کیدا وروسته  پیل شول . د برما په لویدیځ کې د نښتو په پیلیدا پسې بودایانو په مسلمان میشته سیمو په حملې سره د هغو څه د پاسه دوه زره کورونه وسوزول  او څه د پاسه یو لک کسان یې کډوال او بې کوره کړ ل . زیاتره مسلمانو کډوالو دمیانمار او بنګلادیش پولو ته پناه وړی ده  او س هم په ډیرو خرابو او سختو شرایطو کې ژوند کو ی . هغوی خوړو ته اړتیا لر ی  او د موسمی ورښتونو او د سر د پټولو د ځای د نه درلودلو په وجه د هغو ژوند له سختو خطرو سره مخامخ دې . دا په داسې حال کې دی چې د میانمار حکومت په سیمه کې خپل امنیتی عسکر زیات او بیا یې یوه اونۍ وورسته په راخین صوبه کې بیړنې حالت اعلان کړ . دا تاوتریخوالی په داسې حال کې دوام لر ی چې د برما ولسمشر څه موده وړاندې اعلان وکړ چې مسلمانان د برما ښاریز ند ی . د میانمار حکومت د مخالفانو مشرې سان سوچی هم د لویدیځ له ملاتړه برخمنه ده ، تراوسه د بودایانو په لاس د مسلمانانو پر ضد د جنایتونو په اړه کوم دریځ ندې غوره کړې  او حتی اعلان یې کړې دې چې دا کسان د میانمار ند ی . دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې د بودایانو په لاس د  مسلمانانو د وژلې د عکسونو خپریدا چې په مرموز ډول د استعماری رسندویو له لوری پرې سترګې پټول کیږی  د میانمار له هیرو شویو مسلمانانو د ملاتړ لپاره د اسلامی هیوادونو او اسلامی ملګرتیاو موسسې جدی پام او همت ته اړتیا لر ی . د تاسو د هر ډول نظرونو او نیوکو په تمه به وو .  

Add new comment