مسلمانان په سوریې کې

اسلام له یوې پیړۍ په کم وخت کې درست مینځنی ختیځ ، د افریقا شمال او اسپانیا ته وغځیده . په ننی پروګرام کې د سوریې مسلمانان درمعرفی کوو .

سوریه ۱۸۵۱۸۰ مربع کلومیټر مساحت او کابو دیارلس میلیونه نفوس لر ی . سوریه له شماله په ترکیې ، له لویدیځه په لبنان او مدیترانه سمندرګی ، له جنوبه په اردن او صیهونیسټ رژیم او له ختیځه هم په عراق پورې  تړل شوی ده . د سوریې په کابو ۱۳ میلیونو نفوسو کې کابو نوی فیصده مسلمانان او پاتې لس فیصده عیسایان او نور لږکی شامل دی .  داسلام په ظاهریدا او پراخیدا سره  سوریه هم په اوومې پیړۍ کې  د عربو مسلمانانو په واک کې ورغله  او له دې نیټې  اسلام په سوریې کې ورداخل شو . په هغه وخت کې عربی ژبه رسمی ژبه وبلل شوه .

د سوریې توکمیز جوړښت

د سوریې ۸۹ فیصده خلک عربان دی چې زیاتره د هیواد د لویدیځ او جنوب په مرکزونو کې میشت دی . د سوریې ۶ فیصده نفوس کردان دی چې زیاتره د هیواد په شمالی سیمو کې ژوند کو ی ، پا تې پینځه فیصده هم عیسایان دی .

ژبه او خط

عربی د سوریې رسمی ژبه ده  ،پر دې سربیره ۶ فیصده خلک په کردی ، درې فیصده په ارامنه  او دوه فیصده نور هم په نورو ژبو خبرې کو ی . د سوریې د خلکو خط هم عربی دې .

دینونه او مذهبونه

سوریه او لبنان د مینځنی ختیځ هغه هیوادونه دی چې راز راز مذهبونه لر ی . همداراز په سوریې کې مذهبی لږکی نسبتا زیات دی . په  سوریې کې مذهبی شعایر رعایت کیږی ،د جامې لمانځونه په جوماتونو کې ترسره کیږی  . میرمنې حجاب یا ستر رعایتوی . د حکومت سیاست هم د مذهبی شعایرو په پایبندی ټینګار لری او په حکومتی ادارو کې د عیدونو او مذهبی دستورو د ترسره کولو پروګرامونه اجرا کو ی او کوشش کوی چې دغه دستورې په پرتمینه توګه ترسره کړ ی .د ۱۹۷۳ م کال په اساسی قانون کې راغلی دی چې د سوریې د ولسمشر دین باید اسلام وی . په سوریې کې د اسلام نفوذ او کلتور ډیر پیاوړې دې . اسلام په تیرو ۱۴ پیړیو کې د دغه هیواد د تمدن او تاریخ جوړونکې دې . د سوریې اجتماعی جوړښت  د سیمې له نورو هیوادونو سره په پرتلنه کې په دینی اعتقاداتو ډیر پاییبنده دې .

تاریخی او سپیڅلی ځایونه

د حضرت بی بی زینب س ، حضرت رقیه س  سپیڅلی حرمونه ، د امام حسین علیه سلام د ګرانې لور حضرت بی بی سکینه س مقام ، د امام علی علیه سلام د ګرانې لور حضرت ام کلثوم س مقام ، د حضرت یحیی علیه سلام مقام ،د راس الشهدا مقام ،  د شام بازار او د اصحاب کهف ځاې د سوریې په تاریخی او مذهبی ځایونو کې شامل دی .

تعلیمی وضعیت

په سوریې کې زده کړې د حکومت د پروګرامونو په سر کې دی .په کلی ډول ویلې شو چې په سوریې کې عیسایان له مسلمانانو زیات له زده کروبرخمن دی . دغه مسله د شیعه مسلمانانو په نسبت هم سمه ده چې له سنی مسلمانانو زیات له زده کړو برخمن دی . د سوریې په تعلیمی او روزنیز نظام کې  د اسلامی ، عثمانی او اروپایی تعلیماتو  د رود نښې نښانې  لیدل کیږی .  زاړې اسلامی رودې په جوماتونو ، مذهبی ځایونو او مدرسو کې تعقیبیږی .

اقتصادی وضعیت

 سوریه داسراییلو په وسیله د خپلو ځینو ټاټوبیو د نیول کیدا په خاطر مجبوره ده چې د خپل عایدو یوه برخه په دفاعی چارو ولګوی چې معمولا د کال نیمه بودجه کیږی .

په ۱۹۷۰ م کال کې قدرت ته د حافظ اسد له رسیدا وروسته د سوریې په اقتصادی جوړښت کې یو لوې بدلون رامینځته شو  او د هیواد اقتصادی قدرت چې زیاتره د ګروندګرو ، تاجرانو او د صنایعو د خاوندانو په لاس کې وو ، د عمومی برخې په لاس کې ورغله . سوریه په دودیزه توګه یو کرهڼریز   هیواد دې  ، خو د داخلی او طبیعی شرایطو په وجه  د تیلو په ویستلو او صادرولو د دغه هیواد تکیه زیاته شوی ده . ګاز ، تیل ، ټوریزم ، غیر تیلی صادرات ، صنایع ، معادن  او بریښنا په سوریې ځانګړې ځاې لر ی او د دغه هیواد د اسعارو درامدونه تامینوی .

Add new comment