مسلمانان په نیوزلنډ کې

نیوزلڼد د آرام سمندر په جنوب لودیځ کې پروت له تاپوګانو جوړ یو هیواد دئ چې د دوو لویو په ګډون له زرګونو وړو ټاپوګانو جوړ شوئ دئ .
د نیوزلند تر ټولو نږدې ګاونډئ د آسترالیا هیواد دئ چې ۲۰۰۰ کیلو متره فاصله ورسره لري .


د نیوزلند ټول نفوس څه باندې څلور میلیونه تنه دي چې له ۳۵ تر ۴۵ زرو ېې مسلمانان جوړوي او رسمي ژبه ېې چې ۹۵ سلنه خلک ېې پرې ګړیږي انګلیسي ده .
په دې هیواد کې اکثریت خلک عیسوي مذهبه او ۵ سلنه ېې د مسلمانانو په ګډون د نورو مذهبونو او دینونو پیروان دي خو ۳۵ سلنه خلک ېې کوم دین او مذهب ته ګروهمن نه دي . د ډيرو تاریخ پوهانو په اند مسلمانان د لومړي ځل لپاره په ۱۸۶۸ م کال کې نیوزلنډ ته تللي ،په ۱۸۷۴ م کال کې د لومړي ځل لپاره په سر شمیرنه کې را څرګند شوي خو په ۱۹۱۰کې دې هیواد ته د مسلمانانو د سفر دوهمه او لویه څپه پیل شوې او په ۱۹۵۰ م کال کې په دې هیواد کې مسلمانانو د پام وړ وده درلودلې ده ،په داسې ډول چې اسلامي مرکزونه ، جوماتونه ، اسلامي مدرسې او اسلامي ټولنې او انجمنونه په کې تأسیس شوي دي .
په ۱۹۶۹ م کال کې یو نیوزلنډئ چې نیل دوګان نومیده افغانستان ته لاړ هلته په اسلام مشرف شو او د عبد الله عیسی په نوم بیرته اوکلنډ ته وګرځيد او هلته ېې اسلام ته بلنه پیل کړه.
عبد الله عیسی د خپل مرګ تر وخت له ۳۰۰ څخه د زیاتو نیوزلنډیانو په مسلمانولو بریالئ شو .
په همدې کال کې د مسلمانالنو یوه تبلیغي ډله هم نیوزلنډ ته لاړه او هلته ېې د اسلام لپاره تبلیغ وکړ .
په نیوزلنډ کې د مسلمانانو تر ټولو لوی انجمن (نظامةnazama )هم په همدې کال کې د نیوزلنډ په تر ټولو لوی ښار اوکلنډ کې په کار پيل وکړ او د ایمان په نوم د مسلمانانو تر ټولو لویه ټولنه په ۱۹۶۲ م کال کې د دې هیواد په پلازمینه کې جوړه شوه .
اوس مهال د نیوزلنډ په بیلابیلو ښارونو کې د مسلمانانو مراکز او ټولنې فعالیت لري او اسلامي عبادات او مراسم ېې په جوماتونو او مدرسو کې تر سره کیږي .
اوس مهال په نیوزلند کې د مسلمانانو یوه لویه شورا یا federation of Islamic Associationفعالیت لري له اهل سنت مسلمانانو سر بیره په کې ۷ اهل تشیع ډلې هم فعالې دي .
که څه هم د نیوزلند د مسلمانانو غوڅ اکثریت اهل سنت دي خوله دې سر بیره د شیعه مسلمانانو دوه نور مرکزونه د فاطمة الزهرا او اهل بیت په نوم هم فعال د ي.
اوس مهال په نیوزلنډ کې د مسلمانانو شمیر تر ۳۵ زرو اوړي چې ۶۰ سلنه ېې د پاکستان هند ایران عراق او افغانستان اوسیدونکي دي .
تر اوسه له مسلمانانو سره د دولت کړچار ښه دئ او د نورو لږکیو په څير په دولت کې له خپلو ښآریزو حقوقو برخه من د ي.
د لومړي ځل لپاره پاکستاني الاصله مسلمان اشرف چهودري د مسلمانانو د استازي په توګه د نیوزلنډ پارلمان ته لاره ومونده او د نورو پر خلاف ېې خپله لوړه د اسلام په مقدس کتاب قرانکریم وکړه .
نیوزلند له هغو ګوتو په شمیر هیوادونو ګڼل کیږي چې مسلمانان ېې د مذهبي مراسمو بشپړه آزادي لري او په رسمي ډول حلاله کولای شي .
همداراز په نیوزلنډ کې مسلمانې میرمنې په بشپړ ستر او حجاب کې له کوم مزاحمت پرته ښآرونو او بازارونو ته ځي او رسمي دندې تر سره کوي .
د دې هیواد په جوماتونو کې پنځه وخته لمونځ په جماعت اداء کیږي او مسلمانان له کوم محدودیت پرته په کې ګډون کوي .
د روژې په مبارکه میاشت کې د ډيرو نیوزلنډي ښارونو مسلمانان حتې ښځې او ماشومان ېې هم په جوماتونو کې روژه ماتئ کوي او د تراویح له لمانځه ادآء کولو وروسته کورونو ته ستنیږي .
د روژې په ډيرو ورځو په تیره د روژې مبارکې میاشتې په وروستۍ لسیزه کې په جوماتونو کې اعتکاف کیږي او حتې ډير مسلمانان دا شپې تر سهاره په عبادت او نوافلو تیروي .
د اختر په ورځو کې د ددې هیواد مسلمانان هم یو بل ته میلمستیاوې کوي او یو د بل د خوښیو په مراسمو کې ګډون کو ي.

Add new comment