په فرانسه کې مسلمانان

د رسمي شمیرنو له مخې د فرانسې له ۶۰ میلیونه او اووه لکو تنو نفوس څخه څه کم ۶ میلیونه ېې مسلمانان جوړوي .

 


همداراز د نورو شمیرنو له مخې د فرانسې د ټول نفوس لس سلنه وګړي مسلمانان دي چې له دې جملې ۹۵ سلنه سنیان او پنځه سلنه شیعه مسلمانان جوړوي .
فرانسې ته د اسلام ننوتل ۸مې او نهمې میلادي پيړۍ ته ورګرځي .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د سي آي اې شمیرنې هم ښيي چې د فرانسې د ټول نفوس لس سلنه وګړي مسلمانان دي چې دا سلنه په مارسي ښار کې ۲۵ سلنه ده .
پر مسلمانانو د دباوونو او مذهبي فشارونو زیاتیدا د دې لامل شوې چې مسلمانانو ته د دوهمې درجې ښاریزو په سترګه وکتل شي .
له همدې امله د فرانسې مسلمانان تر ډيره د ښارونو په بې وزله میشتو مشخصو سیمو کې اوسیږي .
په دې وروستیو کلونو کې په فرانسه کې د مسلمانانو پر ضد اقدامات ډير زیات شوي چې په پایله کې ېې څو جوماتونه هم سوځيدلي خو له دې سره سره په دې هیواد کې د اسلام د مبین دین د حقانیت د پوهیدو له امله ګن شمیر فرانسویانو اسلام ته ګروهنه پیدا کړي .
د رسمي شمیرنو له مخې یواځې په ۲۰۰۶ م کال کې څلور زرو تنو په فرانسه کې اسلام قبول کړ .
په دې وروستیو کې هغه فرانسویان چې نوئ ېې اسلام قبول کړئ کابو ۴۰ زره تنه ښودل شوي دي .
په فرانسه کې اسلام له کاتولیک مذهب وروسته د دې هیواد دوهم لوی دین ګڼل کیږي چې شمیر ېې په دې هیواد کې له پروتستانو او یهودانو ډير دئ .
د فرانسې د مسلمانانو ۳۵ سلنه الجزایري ، ۲۵سلنه مراکشي ، او لس سلنه تونسي ټبر درلودونکي دي او پاتې ېې په نورو اسلامي هیوادونو پورې اړه لري .
د فرانسې د مسلمانانو ډيره برخه د دوهمې نړیوالې جګړې په کلونو او د فرانسې له خوا د الجزایر د نیواک په وخت کې دې هیواد ته مهاجر شوي دي .
په شپيتمه لسیزه کې له دې امله چې په لودیځو هیوادونو کې کارګرانو ته سخټه اړتیا وه د آسیايي هیوادونو ډير اتباع د فرانسې په ګډون په لودیځو هیوادونو کې میشت شول او په ۱۹۷۴ م کال کې هم په فرانسه کې یو قانون تصویب شو چې له مخې ېې کارګرانو خپلې کورنۍ هم فرانسې ته منتقلې کړې .
په فرانسه کې د پاریس جامع جومات په ۱۹۲۲ م کال کې جوړ او په ۱۹۲۷ م کال کې هم د افریقايي معمارانو له خوا تکمیل شو .
له هغه وخته تر اوسه په فرانسه کې په سلګونو نور جوماتونه هم جوړ شوي او دیني مدرسې هم شته چې د مسلمانانو زامن په کې د قرانکریم او اسلامي احکامو په زده کړه بوخت دي .

Add new comment