د تکفیریانو جنایتونه او د لویدیځ دوه ډوله برخورد
د سوریې د خونړي کړکیچ چې هرڅومره موده تیریږي په نړۍ کښې د انسان دوستۍ د مدعیانو دوه ګوني سیاستونه لا په ډاګه کیږي. لویدیځو حکومتونو د کیمیاوي وسلو په استعمال باندې د سوریې د حکومت په تورنولو سره په دغه هیواد کښې د لاسوهونکو اقداماتو د جایزوالي لپاره د سوریې د حکومت پرخلاف پراخ خبري او سیاسي جنجال رامینځته کړی دی.
لویدیځوال او د هغو ترکنټرول لاندې رسنۍ د دغې لانجې جوړونې ترڅنګ په القاعده نیټ ورک پورې د اړوندو سلفي او وهابي ډلو له جنایتونو څخه په اسانه تیریږي. هغه جنایتونه چې ترهګرې ډلې یې د سوریې دخلکو پرخلاف ترسره کوي که چیرې یوازې د یو لویدیځي ښاریز پرخلاف شوي وو نو د دغو جنایتونو په هکله به یوه پراخه خبري څپه راپورته شوې وه.
له بلې خوا که وګورو نو د عراق د نیواک زیات کلونه نه کیږي. د عراق د نیواک په دوران کښې او له هغه وروسته څو تنه لویدیځوال په عراق کښې د سلفیانو په لاس یرغمل شول او په ځینو مواردو کښې دغه یرغمل شوي کسان په غمیزناک ډول ووژل شول. امریکې به د عراق د نیواک د دوام د توجیه کولو لپاره د دغو یرغمل نیونو په هکله پراخ تبلیغات کول.
خو اوس په سوریه کښې تکفیریان د عراق په پرتله څو برابره زیات جنایتونه کوي خو دغه جنایتونه په لویدیځو رسنیو کښې ډیر لږ انعکاس لري.
د بشري حقوقو او ډیموکراسۍ په دفاع کښې د لویدیځو حکومتونو د دوه ګوني کړچار لپاره دوه اصلي دلیلونه بیانولی شو. وړومبی دلیل دا چې لویدیځو حکومتونو او د هغو په سر کښې امریکې په تیرو دوو لسیزو کښې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې خپلې لاسوهنې د بشردوستانه عملیاتو تر پوشش لاندې ترسره کړې دي او د انګلستان او فرانسې په شان نورو لویدیځو حکومتونو په همدې چوکاټ کښې هڅه وکړه چې دغه جګړه غواړي اقدامات توجیه کړي.
هغوي له ترهګرۍ سره د مقابلې په پلمه پر افغانستان هوایي او ځمکنۍ حملې وکړې او عراق یې د نړۍ لپاره د ډل وژونکو وسلو د خطر په پلمه ونیوه. په افغانستان، پاکستان او یمن کښې عام وګړي د ترهګرو ډلو د مرکزونو د ویشتلو په پلمه په بې پیلوټه الوتکو قتل عاموي.
خو د سوریې خلک هم د ترهګرو تکفیري ډلو او هم د لویدیځو حکومتونو قربانیان دي. لویدیځ حکومتونه له یوې خوا د ډیموکراسي غوښتنې او د بشارلاسد له حکومته د سوریې د خلکو د ژغورني ادعا کوي او له بلې خوا په دغه هیواد کښې د تکفیري ډلو په ډیرو بدو جنایتونو سترګې پټوي. په هغو جنایتونو چې د هر آزادفکره او آزادي غواړي انسان تاثر او احساسات راپاوري.
د بشردوستۍ مدعي لویدیځ حکومتونه نه یوازې په سوریه کښې د تکفیري ډلو جنایتونو ته کوم غبرګون نه ښئي بلکې اپوټه د دغو ډلو سیاسي، مالي او پوځي مرسته او ملاتړ کوي. د لویدیځو حکومتونو او د ترکیې، عربستان او قطر په شان د هغوي د سیمه ایزو انډیوالانو له ملاتړ پرته تکفیري او ترهګرو ډلو په تیرو دوه نیمو کالو کښې د سوریې له پوځ سره د مقابلې توان نه درلود. زیاتره کسان چې په سوریه کښې د دغه هیواد د حکومت پرخلاف جنګیږي هغه کسان دي چې د نړۍ له نورو هیوادونو راغونډ کړې شوي دي او د ترکیې او اردن په کیمپونو کښې یې ټریننګ او زدکړه کړې او د برابر کړې شویو ډلو په چوکاټ کښې د سوریې دننې ته لیږل کیږي.
په حقیقت کښې لویدیځ حکومتونه پخپله تکفیري ډلو ته د سوریې د بې ګناه خلکو د وژلو لپاره ټریننګ ورکوي. لویدیځوال له یوې خوا د سوریې د حکومت لخوا د کیمیاوي وسلو د کارولو په شان مختلفو موضوعاتو په مطرح کولو سره ځانونه د دغه هیواد د خلکو غمخور ښئي او په سوریه باندې د حملې لپاره د اجازې اخستو په لټه کښې دي او له بلې خوا د تکفیري او ترهګرو ډلو په لاس د سوریې د خلکو په غمیزه ناکه وژله کښې لاس لري. البته د تکفیري ډلو قهرجن او تندلاري افکار او کړچار د اسلام له مبین دین سره هیڅ نسبت او تړاو نلري.
اسلام د مهربانۍ، سولې او انسان دوستۍ دین دی. د رحمت پیغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) به مسلمانانو ته تل حتی له غیرمسلمو سره د ښه او انساندوسته سلوک سپارښتنه کوله. دوي مسلمانانو ته په ځلونو له اسیرانو سره د انصاف او عدالت کولو سپارښتنه کړې ده.
د پیغمبراکرم(ص) ځاې ناستي حضرت امام علی علیه السلام د زهرجنې تورې له ګوذار خوړلو وروسته د خپل برکتناک عمر په وروستیو شیبو کښې خپلو اولادونو ته له خپل وهونکي سره د عدل او انصاف کولو سپارښتنه وکړه.
نو خبره دا ده چې د اسلام مبین دین په داسې مخکښانو سره چې د رحمت، مهربانۍ او بخښنې نمونې دي، څنګه یوازې له خپلو عقایدو سره د مخالفت پوجه د تاوتریخوالي، د انسانانو د سرونو د پرې کولو او یا د هغو د سوزولو رواجونکی او دودونکی کیدې شي؟ د اسلام مبین دین دغو کمال ته په رسیدلو نمونو سره څرنګه د ماشومانو او ځلمیانو له والدینو څخه د بدل او انتقام اخستو لپاره د هغو د پانسي کولو اجازه ورکوې شي؟
د اسلام د راتلو په همهغو وړومبنیو کلونو کښې د دغه دین د پراختیا یو دلیل له خلکو او حتی له خپلو دښمنانو سره د پیغمبراکرم حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وآله وسلم مهربانه سلوک او نیک اخلاق وو. پيغمبراکرم(ص) په مکه کښې د بعثت او پيغمبرۍ په وړومبیو کلونو کښې ډیر وځورول شو. په دغو دښمنانو کښې یو یهودي کس و چې کله کله به یې له خپل کوره د پیغمبراکرم(ص) په سر مبارک باندې د اوښ ښځله غورځوله. یوه ورځ پیغمبراکرم(ص) متوجه شو چې د هغه یهودي پته درک نه لږي، پوښتنه یې وکړه نو چا ورته وویل چې هغه ناروغه دی او پروت دی. د اسلام قدرمن پیغمبر(ص) د هغه یهودي پوښتنې ته ورغی. د خدای د ګران رسول(ص) دغه کار د هغه یهودي د ایمان راوړلو سبب وګرځید.
د اسلام د مخکښانو په تاریخ کښې داسې پيښې ډیرې دي او د هغوي د داسې سلوکونو په هکله ډیر کتابونه هم چاپ شوي دي.
هغه اسلام چې تکفیري ډلې او ځینې سلفیان یا وهابیان ورسره ځان تړلی بولي، یو کاملاً تحریف شوی اسلام دی. یعنې یوازې نوم د اسلام دی خو حقیقي اسلام نه دی.
د اسلام مبین دین هیڅکله دا اجازه نه ورکوي چې د خپلو عقایدو مخالفو مسلمانانو ته کافر وواي او هغوي وځورول شي لاپاتې دا چې هغوي ووژل شي. په اسلام کښې د جهاد اجازه یوازې په هغه ځاې کښې شته چې د مسلمانانو په دین، خاوره او ناموس باندې تیری وشي.
دعوت او بلنه د اسلام د دین په پراختیا کښې چورلیزي اصل دی. د اسلام ګران قدره پیغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) چې کله ولیدل چې د مکې د خلکو ځورونه او تنګول د اسلام دین ته د خلکو د رابلنې مخه نیسي او په مکه مکرمه کښې پاتې کیدو د هغوي ژوند په خطر کښې اچولی و نو یثرب یعنې مدینې منورې ته یې هجرت وکړ.
پیغمبراکرم(ص) اته کاله پس په یو ستر لښکر سره مکې مکرمې ته راستون شو خو د ټولو د تمې پرخلاف یې د مکې ټولو خلکو ته امان ورکړ. یو هغه ځاې چې د امن ځاې اعلان شو، د مکې د مشرکانو د مشر ابوسفیان کور و. د هغه کس کور چې په پیغمبرۍ باندې د حضرت محمد رسول الله(ص) د بعثت له وخته یې د هغوي پرخلاف له هیڅ اقدامه ډډه نه وه کړې او د مسلمانانو په خلاف د څو جنګونو مشر و.
د اُحد په غزا کښې د ابوسفیان ښځې هندې د پيغمبراکرم(ص) د خوږ تره حضرت حمزه سینه څیرې کړه او د هغوي ځیګر یا ینه یې وخوړله.
خو په ځواب کښې پيغمبراکرم(ص) له ځان او خپلې کورنۍ سره د دې دومره کینې او دښمنې باوجود د مکې د فتحې په وخت د دغه کس کور، د امن ځاې اعلان کړ.
اوس وهابي تکفیریان او ترهګر د رحمت او مغفرت د سیمبول یعنې د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) څخه د دغه مهربان او انسان دوستانه انځور له شتون سره سره په کوم قرآني یا روایتي استناد سره په سوریه کښې داسې ستر جنایتونه ترسره کوي؟
لویدیځ حکومتونه په سوریه کښې د تکفیري ډلو له جنایتونو نه څو ډوله استفاده کوي. هغوي د تکفیري او ترهګرو ډلو ځیني جنایتونه له اسلامه د یوې جګړه غواړې څیرې د ښودلو لپاره د خپلو سیاستونو په لړ کښې منعکسوي او کَوریج (Coverage) ورته ورکوي. لویدیځ حکومتونه په عین حال کښې د تکفیري ډلو د جنایتونو په دوام کښې خپل رول ته له اشارې پرته هڅه کوي د دغو ډلو په پوځي او مالي ملاتړ سره د سوریې حکومت او خلک په بندون کښې راولي او د دغه هیواد پوځ او حکومت ته د وروستي او فاینل ګوذار ورکولو لپاره د هغوي طاقت کم کړي.
په سوریه کښې د کړکیچ او د دغه هیواد د حکومت په وړاندې د انډول په رامینځته کولو کښې د بشارالاسد د مخالفانو د نه توانیدو په دوام کښې په مختلفو پلمو د لویدیځ د پوځي مداخلې بحث مطرح شوی دی.
له بلې خوا په سوریه کښې د ترهګرو تکفیري ډلو د ماهیت په ډاګه کیدو سره امریکې د شیعه او سني د فرقه ایز جنګ په چوکاټ کښې د سوریې له حقیقته د یو نوي دروغجن انځور په ښودلو لاس پورې کړی دی چې په دې لړ کښې په شیعه مسلمانانو باندې د حملو او د هغو د مقدساتو د سپکاوي زیاتیدل د جاجولو وړ دي.
Add new comment