وهابیت،له اسلامه د ویرولو په لړ کې د استعمار پالو دسیسه
عزتمنو لوستونکیو ، ایا تر اوسه مو په دې فکر کړې دې چې عربستان ته ولې د امریکایی اسلام مرکز (ام القرا )ویل کیږی ؟
دا ځکه چې عربستان په دنیا کې د د امریکایی اسلام د مرکز په توګه د امریکا د ګوډاګیانو په امن ځای بدل شوې دې .
د صیهونیسټ رژیم د جاسوسی ادارې موساد جاسوس بن علی کله چې ولیدل په تیونس کې پرې ډګر تنګیږی نو عربستان ته وتښتیده ، د مصر د ولس د انقلاب په پیلیدا سره وهابی مفتیانو د مصر د خلکو د حرکت د حرمت فتوا صادره کړه ، او هغه پر ضد یې تبلغات پیل کړ ل . عربستان په رسمی توګه اعلان وکړ چې له سیمه ایزو پا ځونونو سره د مقابلې لپاره ۳۴ میلیارډ ډالره لګو ی ، د بحرین د خلکو د پاڅون د ځپلو لپاره یې دغه هیواد ته څو زره عسکر ولیږل ، د یمن له دیکتاتوره په ملاتړ کې لوبې ته ورګډ شو او عبد ا... صالح چې کله ژوبل شو تو د ال سعودو له غیږې یې ګرمه غیږ ونه لیدله
.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د نولسمې میلادی پیړۍ په دوهمې نیمایی کې نړۍ تر استعمار لاندې هیوادونو د چورتالان لپاره د اروپایی استعمار پالو هیوادونو له چټک خوځښت سره مخامخ وه چې د صنعتی انقلاب په پړاو کې یې د خپل پرمختګ یوازنۍ لار ه د ختیځو او افریقایی هیوادونو د عظیمو سرچینو په چورتالان کې لیدله . په دې مینځ و میان کې مینځنی ختیځ د استعمار پا لو په تیره د انګلستان د زاړه استعمار لپاره له څو اړخو نو ځانګړې اهمیت پیدا کړ . مینځنی ختیځ د خپل جیو سټراټیجیک اهمیت په خاطر د هر نړۍ خواړه قدرت پام ځانته جلبوه ، هغه سیمه چې د دریو براعظمګیو ، اسیا ، افریقا او اروپا د یو ځای کو لو او هغه ځاې چې د یوه ستر بندر په شان یې ازادو اوبو ته لار درلودله او په هغې سلطه په دریو بر اعظمګیود سلطې سبب کیده . پر دې سربیره په مینځنی ختیځ کې د استعمار پر ضد مقاونت په دې ډول وو چې استعمار پالو د خطرې ډیر احساس کاوه او په دې پوهه شوی وو چې که دغه سیمه په جهادی اسلام سره په زاړه استعمار بریالی شی ، نو لومړې خو دغه تفکر پراخ شی ، او د استعمار پالو پرضد به بیلګه وګرحی ، او بله دا چې دغه تفکر ته د فرصت ورکولو په بڼه کې به د استعمار د چورتالان پر ضد د سیمې د ملتو نو د راپاریدا سبب شی . په دې وخت کې وو چې زاړه استعمار خپل زوړ او اغیزمن چال او تیوری په کار واچوله چې ایل یې کړه او بیل یې کړه او پرې حکومت وکړه ، او مونږه کولې شو چې د مسلمانو ملتونو ترمینځ اختلافات او بیلتون په تیره بیا په تیرو دو پیړیو کې چې ډیر سخت شوې دې ، تفسیر کړو . د انګلستان له لوری د وهابیت د ګمراه فرقې رامینځته کو ل چې د هغې پرضد د عربانو وروڼو او اهل نتو له خوا دیر کتابونه لیکل شوی دی ، له بده مرغه د مسلما نانو د اتحاد پرضد یو اغیزمن چال دې ،هغه فرقه چې نه یوازې د اهل سنتو او اهل تشیع ترمینڅ بلکې د خپل قدرت د اوج په پړاو کې یې د اهل سنتو مذهب هم ټوټې ټوتې کړ .
د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټ ګر حضر ت امام خمینی رح له دې مخکې چې په پاڅون لاس پورې کړ ی او یو تفکر عملی کړ ی ، نو دغه استعماری چلولونه یې وپیژند ل او د مذهبی درز اصل چې د شیعه او سنی په اختلاف جوړ شوې وو ، د امریکایی اسلام او سوچه محمدی (ص) اسلام له ویشلو په استفادې سره مبارزې ته وباله . په دغه ویشل کیدا کې نور اهل تشیع او اهل سنتو د یوه بل په څنګ کې د پردیو او چورتالان کونکیو پر ضد جهاد کو لې شو او که نن د سیمې جبهه ای جوړښت ته ووینو ، نو ګورو چې د لبنان د شیعه مذهب حزب ا... د فلسطین د سنی مذهبه حماس او جهاد اسلامی په لاسونو کې لاسونه واچول او صیهونیسټان یې په ګونډو کړ ل . په دې مینځ و میان کې وهابیت د مسلما نانو په امن او سپیڅلی ځای کې د ځان لپاره په ځالې جوړولو سره د خپلې څیرې د ښه کو لو کوشش وکړ ، البته بیا هم د زاړه استعمار په مرسته چې په دې اړه مو درسره په تیرو مقالو کې مفصلې خبرې کړ ی دی .
وهابیت تر کلو نو پورې په پټه او اوس په ښکاره توګه د صیهونیسټا نو چوپړ (خدمت )او د هغو د ګټو په لړ کې خوځښت کو ی .او وهابی مفتیان اوس په ښکاره فتواګانې ورکو ی چې له صیهونیسټ رژیم سره مبارزه او جهاد حرام دې .
خو .......................................................................................؟؟؟؟؟؟؟؟؟
Add new comment