لاریجاني یو ځل بیا ټينګار وکړ د سورېې د ستونځو حل یواځي سیاسي دی

د مهر خبري آژانس د راپور له مخې د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني په جنیوا کې د پارلمانونو د مشرانو په غونډه کې د وینا په ترځ کې وویل سوریه په دې وروستیو کې مظلومه شوې او د سورېې د پارلمان پلاوی باید په نړیوالو غونډو کې په ګډون کولو سره د ترهګرو جنایتونه په ډاګه کړي
هغه هیله مندي وښوده چې د سورېې حالات مخ په ښه کیدو شي
د سورېې پارلماني پلاوي هم په دې غونډه کې د سوري مخالفانو نه بریالیتوب د سورېې د حکومت او ملت د یوالي نښه وبلله او زیاته ېې کړه تر اوسه د سورېې د حکومت مخالفان نه دي توانیدلي چې خپلو موخو ته ورسیږي .
لاریجاني له سي ان ان سره په مرکه کې هم وویل هیڅ دلیل نه شته چې ایران د اتومي انرژۍ په تر لاسه کولو کې له خپل حقه محروم شي .هغه زیاته کړه ایران د انپي ټي تړون غړی دی او ټول اتومي فعالیتونه ېې هم د نړیوال آژانس تر څارنې لاندې دي نو له همدې امله په لنډه موده کې د ایران د اتومي لانجې حل کیدل شوني دي .

Add new comment