د ایران ځوانې تکړه څیرې، د راتلونکي انجنیران او پلانګران دي

د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمایل : د ایران ځوانې تکړه څیرې، د راتلونکي انجنیران او پلانګران دي.
حضرت ایت ا... العظمی خامنه ای نن د پوهنتونو تر زرو له زیاتو ځوانو او تکړه څیرو سره په کتنه کې په دې بیان سره چې چټک علمی پرمختګ د اسلامي نظام آري سیاست دی ، وفرمایل: د ایران متفکر کسان یا تینک ټینکس دې نتیجې ته رسیدلې دي چې که سختیو، خطر و او ښویداڼو تیریدا څو رکنونو ته اړتیا ولري ضرور یې یو رکن علمي پرمختګ دی.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د ایران لوړو استعدادونو او وسونو ته په اشارې سره زیاته کړه : د ایرانیو نابغو وړتیا په دې حد کې ده چې هر علمی او ټیکنالوجیکي هدف ته چې په هیواد کې یې بنیاد موجود وي رسیدلی شي او دوي د ایران ولس د هر اړخیزې ترقۍ څوکې ته رسولی شي.
دوي ټینګار وکړ : د سیاسي، اقتصادي ، سیمه ایزو او نړیوالو پیښو په شننه کې هم باید واقع بینانه او لویو نظر واکمن وي چې په نړۍ کې داسې یوه قدرتمنه جبهه موجوده ده چې نه غواړي د ایران ولس په مختلفو برخو منجمله ساینس او ټیکنالوجۍ کې په قدرتمن ولس او هیواد بدل شي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د اسلامي انقلاب د کامیابۍ په لومړیو ورځو کې د لویدیځ او امریکا د ځینو پوهانو او لیکوالانو مقالو ته په اشارې سره زیاته کړه: پّ دغو مقالو کې د لویدیځ سیاسي دربار ته خبرداری ورکول کیده چې د ایران داسلامی انقلاب د یوې دولتی کابینې دبدلیدو په معنا نه دی ، بلکه د اسلامی انقلاب کامیابي د اسیا د لویدیځ په سیمه کې د یو نوي طاقت د پیدا کیدو په معنا ده چې ښایي دا حساسه او شتمنه سیمه د لویدیځ له منګولو وباسي او یایې ورباندې واکمني لړزانه کړي. او لویدیځه نړۍ هم د ساینس او ټیکنالوجۍ له اړخه وننګوي.
دوي ټینګار وکړ : د دیرشو کلونو له تیریدو وروسته اوس د لویدیځوالو او امریکایانو خپسکه په حقیقت بدله شوې او یو لوی سیمه ایز ملی طاقت سر راپورته کړی چې ډول ډول سیاسي ، اقتصادي امنیتي او تبلیغاتي فشارونو د هغه د پرزولو زور نه دی لرلی بلکه حتی دغه لوی قدرت د سیمې پر ولسونو د اغیز شیندلو او هغوي ته د پیژندګلو د ورکولو لپاره زمینه برابره کړې ده.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود په تیرو دوو کلونو کې د سیمې او دافریقا د شمال ډیرو مهمو بدلونونو او پر وړاندې یې د امریکا او لویدیځوالو غبرګونونو ته په اشارې سره وفرمایل: د ولسونو ویښیدل او د لویدیځ او امریکا د سپکاونکو کارونو په وړاندې په تشو لاسونو دریدل یوه لویه پیښه وه چې البته د لویدیځوالو د تصور په اپوټه لا ختمه شوې نه ده 
حضرت ایت ا... العظمی خامنه ای ټینګار وکړ : دا پیښې یو تاریخي پيچومی و چې سیمه ورځنې د تیریدو په حال کې ده او برخلیک یې لا پوره نه دی ټاکل شوی او لویدیځوالی یې اندیښمن کړې دي.
د رهبرۍ ستر مقام وویل :دا مهمې پیښې د هغه اسلامي انقلاب برکت دی چې له هماغه پیله یې د یو ملی، ژور، مومن، ټينګ ، وړمن، او پرمختلونکي قدرت د پیدا کیدو زیری ورکاوه .

Add new comment