ظریف: ایران به اسراییلو ته اجازه ورنه کړي چې د ایران د اټومي خبرو لپاره پریکړه وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت به صهیونیسټ رژيم ته اجازه ورنه کړي چې د ایران د اټومي موضوع د خبرو اترو د څرنګوالي په اړه پریکړه وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف بیګا او نیویارک ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ زموږ له خبریال سره په مرکه کې د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر او جګړو غواړو موخه، د ایران او پنځه جمع یوډلې ترمنځ موافقې ته د رسېدو امکان د ګډوډولو او اختلاف د رامنځ ته کېدل وبلل او ویې ویل چې د ایران اسلامي جمهوریت به د خپلو خلکو پر حقوقو ودرېږي او اجازه به ورنه کړي چې یوه زره هم دې حقوقو ته بې پامي وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پردې په ټينګار سره چې د ایران د خلکو پر عزت او درناوي به ټینګار وکړي، وویل چې دایران اسلامي جمهوریت به د ایران خلکو ته هرډول بې احترامۍ ته مناسب ځواب ورکړي، دډیپلوماټيک ادب په برخه کې هم، هغه څه وښيي چې د ایران د خلکو له شان سره برابر دي.

Add new comment