د فردو اتومي تأسیسات به هیڅکله هم خپل کار ونه ځنډوي .
د افغان رسنیو د راپور له مخې د امريکا دفاع وزير (چک هګل) په جنوبي کوريا کې امريکايي عسکرو ته په وينا کې ويلي، چې د اکټوبر تر پايه به له افغانستان سره امنيتی تړون لاسليک شي.
هګل وويل: موږ به د اکټوبر تر پايه امنيتي تړون ولرو، ځکه چې له هغه پرته موږ کوم حرکت نه شو کولای.
د هګل دا خبرې پر داسې مهال کېږي، چې دوې اونۍ وړاندې ولسمشر کرزي د ځوانانو يوې غونډې ته وويل، چې دی د امنيتي تړون په لاسليک کولو کې بيړه نه لري. ده وويل چې امريکايان بيړه لري، خو افغانستان غواړي د دوی شرايط ومنل شي. د ده په وينا که چېرې امريکايان د ده شرایط نه مني، نو بيا کولای شي له راتلونکي ولسمشر سره امنيتي تړون لاسليک کړي.
د ولس مشر ویاند هم دوې ورځې وړاندې یو ځل بیا ټينګار وکړ تر څو چې په دې تړون کې د افغانستان ګټې تضمین نه شي تړون به لاسلیک نه شي او د امریکا له خوا د ضرب الاجل ټاکل د افغانستان لپاره کوم اهمیت نه لري.
Add new comment