بلاخره هم اوبامادایران دملت په ایټمی حقوقو اعتراف وکړ

دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نیویارک ته له بریالی سفره وروسته نن  تهران ته بیرته ستنیدا په وخت په مهرآیاد هوآئی ډګر کې دخبریالانو په ټول کې  له هغه سره دامریکادولسمشر باراک اوباما دټيلیفونی تماس دمحتواپه باب روښانه کړه  داوباما په دغو خبرواترو کې زیاتره  دایټمی مسئلو په باب ټینګار وشو چې دایران ایټمي موضوع  نه یوازې دملت دحقوقو  او دایران له پراختیا سره اړونده یوه موضوع ده بلکې  دایران دملت له ملی غرور او غیرت سره  هم یوه اړونده موضوع حسابیږي
 ډاکټر حسن روحاني همداراز وویل په هغو پروګرامونو او لیدوکاتو کې چې  په نیویارک کې ئې دبیلابیلو هیوادونو له مشرانو اولوړپوړو چارواکو سره درلودلي ، دامهم ټکی ترلاسه شوی چې  له لودیځ سره دایران دمشکلاتو اومسئلو دحل زمینه شته د ه  او باید په دغو زمینو کې   له حکمته ډک نرمښت او هماغه ډول چې  داسلامی انقلاب معظو لارښود  فرمایلی دي اتل وال نرمښت  او دایران دملت عزت باید په نظر کې ونیول شي .
داسلامی ایران ولسمشر  همداراز  په نیویارک کې  دخارجه وزیرانو په سویه له ۵+۱ډلې سره غونډه  دایران داسلامی جمهوریت دایټمی موضوع دحل کولو په لاره کې لومړنی ګام  وباله
 روحاني روښانه کړه  نیویارک ته دسفراصلی موخه داسلامی ایران  دخوښې  اونظر وړ مهمو موضوعګانو بیانول وو  او دایټمي مسئلې ،دسیمې دامنیت ، دسورئې دوضیعیت ،دفلسطین موضوع  او له ترهه ګرۍ اوتاؤتریخوالي سره دمبارزې  پشمول دبیلابیلو موضوعګانو پهباب دتهران دریځونه  دنړیوالو غوږونو ته ورسول شول
داسلامی ایران ولسمشر ټینګار وکړ په ملګروملتوکې له تاؤتریخوالي ،افراط پالنې  او ترهه ګرۍ سره دمبارزې  لپاره دیوه پلان په چوکاټ کې   داسلامی ایران وړاندیز  
مطرح شو  او ډیرو نړیوالو شخصیتونو ئې تود هرکلی هم وکړ
دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  دملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په اته شپیتمې غونډې کلنۍ غونډې ، کې دګډون لپاره  نیویارک ته له پنځه ورځني سفره وروسته چې زیات شمیرنړیوالومشرانوسره ئې لیده کاته  درلودل اوله مهموویناؤسره یوځاي ؤ،  نن  بیرته تهران ته راستون شو
داپه داسې حال کې دي چې قدسنا خبري آژانس په همداوروستیو کې راپورورکړی  دصهونیسټ رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو په لالهاندۍ کې  دایران اوامریکا دولسمشرانو حسن روحاني او اوباما ټیلیفونی خبرې اترې  پخپل خیال داسې دروغ وبلل  چې دایران له خوا دبندیزونو له دباوه دخلاصیدولپاره   ویل شوي ډی

Add new comment