عربستان دحاجیانودامنیت دټینګولولپاره له یوه اسرائیلی شرکت سره دملګرتیاتړون لاسلیک کړی دی
عربستان دحج په شپو روځو ېک په مدینې منورې او مکې شریفې کې دامنیت دټینګولو لپاره له ۲۰۱۰کاله په پټه دانګلستان اسرائیلو له امنیتي شرکت جی ۴ ایس سره دملګرتیا تړون لاسلیک کړی دی
جی ۴ایس په نامه شرکت له عربستان سره ددغه ډول تړون له لاسلیک کولو وروسته خپل خدمات په عربستان کې له ۲۰۱۰کاله پیل کړي ډي او پر دغه ماموریت دڅارنې لپاره دعربستان دلودیځ په جده ساحلی ښار کې د جی ۴ایس المجال په نامې سره ئې ځانګړی شرکت تاسیس کړی دی
جی فورایس شرکت له اسرائیلو سره ښې اړیکې لري او په اروپا کې په حکومتي ضد اعتراضونو کې دهغو دعناصرو دځيږ چلند په سبب له سختو نیوکو سره مخامخ دي او په عربستان کې به دحج په دستورو کې دڅه دپاسه دوه میلیون حاجیانو امنیت په غاړه ولري
جی فور ایس شرکت دهغو شرکتونو په لیکه کې دی چې اسرائیل دشکنجواو ځپونکو وسلوپه بیلابیلو تجهیزاتو سنبالوي . دا په داسې حال کې دي چې دغه ډول ډيرتجهیزات په نړیوالو قوانینو کې ممنوع دي
Add new comment