دملګروملتو دکیمیائی وسلو پلټونکي بیرته سورئې ته ورځي
دملګروملتودسرمنشي مرستیال فرحان الحق بیګا وویل ددغې موسسې پلټونکي به نن یعني دچارشنبې په ورځې بیرته سورئې ته ستانه شي څو دسورئې په ناکراریو کې دکیمیائی وسلو څخه داستفادې دتعقیبولو په باب خپل ماموریت ته دوام ورکړي
دملګروملتو دپلټونکو ټیم څو اونۍ مخکې دسورئې په شمال کې دکیمیائی وسلو دکارولو په باب دڅیړنو لپاره دغه هیواد ته لیږدول شوی ؤ او له بیرته ستنیدا وروسته ئې ملګروملتو ته په سورئې کې ددغه ډول وسلو داستفادې په باب یو راپور وړاندې کړی ؤ
دا په داسې حال کې دي چې روسیه دسورئې پر کیمیایی وسلوپرنړیوال کنټرول ددغه هیواد دموضوع دسوله ایز حل لپاره دیوې لارې چارې په توګه ټینګا رکوي
دا په داسې حال کې دي چې لویدیځ او امریکا سورئې پوځ له کیمیائی وسلو په استفادې تورن کړی او دغه هیواد ئې په پوځی حملې ګواښلی دی حال دا چې سورئې دغه ډول ټول تورونه رد کړي او ویلی ئې دي ترهه ګروډلو دبهرنۍ لاسوهنې دزمینې دبرابرولو په موخې سره دسورئې په شمال کې په خان العسل کې له کیمیائی وسلو استفاده کړې څو تور ګوته دسورئې پوځ ته وغزوي
Add new comment