اسلامی ایران هیڅکله هم په ایټمی وسلو پسې نه دی
دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني بیګا په نیویارک کې له سی این این ټیلیویژنی چینل سره په خصوصی مرکې کې له سوله ایزې ایټمی تیکنالوجۍ په برخمنیدا کې دایران په حق په ټينګار سره وویل اسلامی ایران هیڅکله په ایټمی وسلو پسې نه دی او دایران په دفاعی نظرئې کې ایټمی وسلې هیڅ ځای نه لری
ډاکټر روحاني په دغې مرکې کې دغه راز وویل اسلامی ایران ډل وژونکي وسلې د دیني ، اعتقادي او اخلاقي باورونوپه خلاف ګڼي البته اسلامی ایران په ایټمی موضوع کې دنړیوالومقرراتو په چوکاټ او دنړۍ دنورو هیوادونو په شان له هرډول توپیر پرته خپل حقه حقوق تعقیبوي .
ډاکتر روحاني روښآنه کړه اسلامی ایران له قانون پرته بل څه نه غواړي ، زمونږ دهیواد اوملت په ضد بندیزونه غیر انساني او دټولو نړیوالو مقرراتو اواصولو په اپوټه دي هغه وویل موږ باوري یو پر یوه ملت په دباؤ سره هیڅ نتیجه نه شي ترلاسه کیدلی ځکه چې هرڅومره کرکه او نفرت زیاتیږي دسولې اودوستۍ لپاره شرائط هم کمیږي .
داسلامی ایران ولسمشر دسورئې دبدلونونوپه باب دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل اسلامی ایران تیاردی څو په سورئې دداخلی جنګ دختمولو لپاره له هرهیواد سره ملګرتیا وکړي . هغه ټینګار وکړ بل هریوهیواد باید دسورئې دراتلونکي په اړه کومه فیصله ونکړي
Add new comment