د حق او باطل جګړه

د ځمکې جنت : په بني اسرائيلو کې دوه وروڼه وو چې د يو پلار زامن وو او د يوې مورتي يې رودلي ؤ خو لکه څنګه چې دوه ونې چې له يو نوغه وي له يو بل سره فرق لري او دوه غوڼۍ له يو بل سره توپير لري دا دوه وروڼه هم له يو بله بيځې بدل وو ، يهودا پر خپل خدای ايمان راو

د ځمکې جنت :
په بني اسرائيلو کې دوه وروڼه وو چې د يو پلار زامن وو او د يوې مورتي يې رودلي ؤ خو لکه څنګه چې دوه ونې چې له يو نوغه وي له يو بل سره فرق لري او دوه غوڼۍ له يو بل سره توپير لري دا دوه وروڼه هم له يو بله بيځې بدل وو ، يهودا پر خپل خدای ايمان راوړي ؤ او د روح له ارزښته خبرؤ ، د روند ، پاک ، نرم او مهربانه ؤ ، د دنيا له چلولونو يې ځان غړولی ؤ او د دنيا له مال او پانګو يې سترګې پڼې کړي وې ، خو قطروس يو کافر ، د خدای تعالی منکره ، شوم، زبير او ظالم سړی و.
پلار دواړوته ډېر شته او مال پريښی ؤ، کله چې د پلار د ژوند مزی لنډ شو د پلار ميراث يې وويشه او هر يوه په خپله طبعه ژوند پيل کړ.
يهودا خدای ته مخ واړاوه او ويې ويل: ای لويه څښتنه ! زه خپل مال اوشته ستا په لاره او ستا د رضا لپاره خرچوم چې ستا د لورېنو شکر وباسم ، يهودا خپلې پيسې فقيرانو ته ورکړې ، بنديان او مريان يې ازاد کړل له يتيمو سره يې مرسته وکړه ، او ټول شته يې د خېر ښېګړې په کارونو ولګول تر دې چې پيسې يې په ختميدو شوې نو فکر يې ازاد ، زړه يې کرار، روح يې ډاډه ؤ او په لږو خوړوبه يې قناعت کاوه.
خو قطروس ته چې کله مال او شته په لاس ورغلل نو هغه يې خوندي کړل، په خپلو پيسو او خزانو پسې يې جندري ووهل، فقيران يې بې برخې کړل ، د غريبو کوکارو پرې اغيز نه کاوه ، ده دوه داسې باغونه جوړ کړي وو چې خپل ټول عمر او وس يې پرې کارولی و و، په  دغو باغونو کې يې قوازې او چوپالونه جوړ کړي وو او دا باغو دومره ښايسته ؤ چې هر چا به ليده نو خيال به يې کاوه چې جنت ته راغلی دی ړ شنه چمنونه ګور سيورې ، خوشبو ناکې غوټۍ ، سړې اوبه او د بلبلانو چغارونه دا هر څه د يو انسان د ستړيا او ستومانۍ د لرې کولو لپاره کافي وو.
د وروبلنه :
خدای تعالی د قطروس رزق زيات کړ مال او شته يې ور پريمانه کړل ، زامن يې ورکړل او د دغو لورينو او پيرزوينو په بدله کې غوره داوه چې قطرس د خدای شکر ويستی وي ايمان يې زيات شوی وی او دبيوزلو برخه يې کړي وی ، خو ځينې کسان د نعمتونو د زياتۍ له امله سره غړاوی وکړي، پر سترګو او زړونو يې پردې پريوزي او د يو داسې فړق اوڅيړې ضرورت وي چې له سترګو يې پردې هسکې کړي او د ناپوهۍ پټۍ يې له سترګو لرې شي.
يوه ورځ د قطروس فقير ورورپه زړو او شليدلو جامو کې هغه ته ورغي ، قطروس ورته مخ واړوه او سپکه يې ور ورسوله ويې رڼه او ويې ويل: مال دې چيرته دي ، سره سپين دې څه شول وګوره ته څومره خوار شوی يې ، جامې دې پيوندي دی او دوستان نه لری خو زه ډېر په مزو کې يم ، نيکمرغه ژوند لرم ، مريان لرم ، زامن لرم ، زامن لرم ، راشه زما دا باغ خولږ وګوره له خوږو انګورو ډک دی ويالی پکې روانې دي او ميوه يې پخه او شوکولو ته تياره ده ، دا هغه ابدي او تل پاتې نعمتونه دي چې پاک رب ماته راکړي او ته ترې بې برخې يې ، هغه قيامت او لويه ورځ چې ته يې خبره کوې او له ويرې يې لړزيږې زما له پوهې لرې ده ، زما سر پرې نه خلاصږي وګوره خدای تعالی په دې جهان کې پرما دومره پيرزوينې کړي نو څه دليل شته چې په هغې دنيا کې مې خوار کړي .
يهودا ورور ته وويل : ته د خدای تعالی منکر شوی بنده يې ځکه چې په لويې ورځې ايمان نه لرې ، خيال نه کوی چې يوه ورځ به د حساب کتاب لپاره راپاڅول کيږي ، ايا هغه خدای چې انسان يې د اوبو له يو څاڅکې جوړ کړی بيا يې وينه غوښه او هډونه ورکړي او دومره عجيبه مخلوق يې راپنځولې او بيا يې خپل حکمت عقل پوهه او روح ورکړی د دې وس نه لري چې دوی يوځل بيا په لويه ورځ راپاڅوي او ژوندی يې کړي.
خدای تعالی عاجز نه دی ، دا کار هغهته ډېر اسان دی خو ستا په زړه پردې پرتې دې، غوږونه دي درانه دی او خبره دره ګډه وډه شوې ده ، سمه لاره نه پيژنې او زما په غريبی ما ملامتوی ، زه په ظاهره تر تا فقير يم خو په حقيقت کې تر تا شتمن ، ځکه چې دشتو مال باغونو او ماڼيو مريه نه يم ، ازاد روح لرم ، ستا دا پړق پړوق او شته زما په نظر کې هيڅ اهميت او ارزښت نه لري او دا ستا ياران چې ته پرې وياړې بد دوستان دی چې تا بديو او ناوړو جارو ته بنی ، زما لپاره زما خدای کافې دی.
د خدای د نافرمانۍ سزا:
د ژوند تر ټولو لوی نعمت دا دی چې د انسان د إړتيا خواړه ، روغتيا ، امن او ازادی موجوده وي ، که زه يوه ورځ  وږي او يوه ورځ موړيم خو د خدای شکر وباسم، زما لپاره ستا تر دې ماله غوره ده چې تا د خدای له شکر او اوامرو غړوي او غاوره کړی يې يې ، کيدی شي خدای تعالی ماته د هغه څه په بدل کې چې د هغه په لاره کې مې ورکړي ستا تر باغونو ښه باغ راکړي، دا دوه باغونه چې ته پرې وياړې د اسمان له تندرونو او تالندو په امان نه دي او کيدی شي په يو شړق سره په وچو پاڼو بدل شي ، دا رڼی اوبه ځې ته پرې ځان خړوبوې کيدی شي په ځمکه کې داسې ننوزی چې ته پرې ځان خړوبوې کيدي شي په ځمکه کې داسې ننوزي چې هر څه وکړی راوې نه باسلی شي.
يهودا خپل نصيحت پای ته ورساوه او ورور يې په باغ کې پريښود چې خوشحاله وي په غوټيو او ګلونو کې مزې وکړي او خپل برخليک ته ورسيږي.
يوه ورځ له عادت سره سم قطروس خپل باغ ته ورغلی ؤ چې د باغ له پستو وږمو خوند واخلي او د ونو د اوږدو زلفو په سيوری کې دمه وکړي څو شيتې نه وې تيرې چې باغ په يوې کنډوالې بدل شو ، د ونو پاڼې وچې شوی تنې يې را پريوتې تاکونه او چوپالونه را وشړيدل.
د قطروس خوله له غوسې وچه شوه بدن يې په لړزا شو، خپله بربادې يې چې د سر په سترګو وليده له پرله پسې سر غړونو وروسته يې نرم شو غلی غوندې روان شو او خلکو ته ورغوی او په دا سې حال کې چې پر خپلو تېرو کړويې د پښيمانۍ لاسونه مروړل وويل: ای کاش چې هيڅوک  مې له خدای سره شريک نه وی ګر ځولی.
باغوانان
لمر خپلې زرينې وزرې وغوړولې او د سهار خوږه وږمه والوته ، بوډا باغونو ته په سوکه ګامونو ، شمېر لو ساګانو او کوپې ملا سره چې د زمانې تدو سړو کړوپه کړې وه وخوئيد او لالمر له پلونه ټول مخ نه ؤ راويستې چې بوډا د ضروان په ټاټوبې کې په خپلې امسا د باغ ور وټکاوه ، د بوډا د باغ خواوشا هسکوونو کلابنده کړې او منځ يې رنګارنګو ګلانو سامانه کړې ؤ، د ونو تر ګورو سيورو لاندې خوږې ويالې بهيدې چې نمناکې هوا يې د باغو ګلونه تاندول او د پسرلي فضاء پر ټول باغ واکمنه وه ، پر دې سر بېره د سبزيو بوټو د انګورو تاکونو او د کجورو ونو دا باغ د سيلانيانو او لارويو لپاره لا خوندور کړی ؤ، د ستړيو له روحه به يې ستومانی را ايستله ، خلکو به له ونو لاندې دمې کولې او د هوجرې بحثونه به د باغ تر ونو لاندې کيدل.
بوډا سړی د باغ په ښکلا کې ډوب شو ، د چمنونو پر پوست قالين وغځيده ، سترګې يې د باغ ميوو وبريښولې او غوږونه يې د بلبلانو نغمو سندريز کړل. بوډا د باغ له چکره وروسته ، خپل عبادت ځای ته لاړ او د نعمتونو د شکرانې لپاره يې پاک رب ته تندی پر ځمکه و لګاوه او له لوی ذاته يې وغوښتل چې د دولت له سر کښې او د شيطان له وسوسو يې وساتې.
بوډا سړی به هره ورځ باغ ته د سر له ورښکاره کولو وروسته د خدای شکر ايسته او دا به يې هم ليدل ځې ميوې پخې دی او که نه ، هر کال به د ميوو له پخيدو وروسته باغوانان او د هغه  ملګري راتلل ميوې به يې شوکولې ، فقيرانو او بيوزلو به خپلې ټوکرۍ ډکولې او هر اړمن به له دې باغ استفاده کوله ، دا پروګرام هر کال همداسې روان ؤ د بوډا زامن اخر صبر نه شول ، هغو ي نه شوه زغملی چې د پلار بڼ يې همداسې په بيوزلو وويشل شي او ټوله ونډه تش لاسې يوسې هغوی نه شوه ليدلی چې د فقيرانو او ناروغانو ونډه دې هم له دوی سره برابره وي او کله کله خو دوی ته بيخی څه پاتې کيږي نه .
يوه ورځ زوی بوډا ته وويل: پلاره دا چې ته د باغ ميوې بيوزلو او غريبا نو ته ورکوې او له ځانه دې حاتم چوړ کړی زموږ حق تر پښو لاندې او ونډه مو راکموي ، بل زوی وويل: پلاره که دا خبره همداسې روانه وي نو ډېر زر به د باغ ميوې او زموږ څاروي او مالو نه ختم شي او د پولۍ پړق ته به کښينو، دريم زوی يې لاخوله پلانستې نه وه چې بوډا د لاس په اشاره غلی کړ، بيا يې په ټولو ځغلنده نظر واچاوه او ويې وويل: زما په خيال ستاسو ټولو سوچ غلط دی ، د دنيا شته خو ارزښت نه لری چې تاسو غواړۍ ټول له تاسو سره وی، د دنيا مال د لاس خيری دی نه ستاسو د ی نه د بل چا ، خدای تعالی موږ ته دا نعمتونه د دې لپاره راکړی چې د فقيرانو او نيستمنو حق ورځنې ادا کړو ، ناروغان ، ځناور او مرعان تر ې خپله ونډه واخلي او هرچاته خپله برخه ورسيږي ، موږ هم خپله برخه يوسو ، دا هغه لاره ده چې ما پرې تر اوسه عمل کړی، او زموږ دا باغونه او مالونه د همدې بخښنې او ښندنې له برکته زيات شوي دي .
ماله ځوانۍ راسې دا کار کړی او اوس چې مې بدن کمزوری دی او مرګ ته شيبې شمارم څنګه دا کار پرښودلی شم.
تاسو ماته يو څو ورځې مهلت راکړئ ، زما ويښتان سپين شوې ، ملا مې کړوپه شوي او مړاوی شوی يم ، بېلا بېلو ناروغيو ځپلی يم او کيدی شي د څو سهارونو له ليدلو وروسته لوی ځښتن ته جار وځم ، بيا به هو هر څه تاسو ته پاتې وي، تاسو دوه لارې لرئ، که د خدای په لاره کې مو اتفاق وکړ لو ی ذات ژمنه کړی چې بدله به درکوی او که بخل مو وکړ خدای تعالی خبردارې ورکړی چې د شومانو مال نه پاتيږي اوس نو ستاسو خوښه .
څو ورځ ېنه وی تيرې چې يوې سختې ناروغۍ د بوډا ساګانې لنډې کړې او د ژوند او خلکو له چارو وژغورل شو ورځې شپې تېرېدې د باغ ميوې پخې شوې او بيوزلې بيا د هر کال په شان د ميوو په انتظار وو،
د بوډا زامن په خپلو کې راغونډ شول مشوره يې وکړه او د ميوو شوکولو ته چمتو شول، يو زوې وويل: له دی وروسته نيستمن او فقيران زموږ په باغ کې هيڅ حق نه لري ، نور نو د باغ په چوپالونو کې بيوزلی خوب ته نه پريږدو ، موږ به د باغ ميوې په خپلو کې وويشو .
يو منځلاري زوی چې د پلار اخلاقو ته يو څه نزدې و او د خير کارونه يې خوښيدل وويل: تاسو داسې کار کوئ چې ګومان کوې ګټه به در ورسوې خو نه په دې کې شرپټ دي ، او ډېر زر به مو دا باغ له منځه يوسي، که تاسو د بې وزلو او غريبانو برخه ورنه کړئ د هغوی ښيرې به درباندې ولګيږې او کيدی شي غريبانان بلو وکړي، ښه دا ده چې د پلار په شان د فقيرانو برخه ورکړئ چې هم درنه هغوی راضي شي هم خدای او هم مو مال برکت وکړي، ټولو وروڼو په يوه خوله هغه وراټه او ويې ويل: زموږ په کار او مال کې کار مه لره ، په خپله برخه چې دې هرڅه کوې ويې کړه، زموږ غوږونه کاڼه دي.
دبدۍ سزا:
د بوډا زامنو وپتيله چ ېسهار وختي باغ ته ورشي ، ميوې راغوندې کړي او بې له دې چې د فقيرانو برخه ترې وباسي قخقلو کې يې وويشي، خدای تعالی د قران مجيد په قلم سورت کې د دوی په هکله فرمايي قسم يې وخوړ چې سبا به ميوې شوکوي او انشاء الله يې ونه وايه .
خدای تعالی د دوی له ناوړه ارادو او بدو نيتونو خبر و چې دوی د فقيرانو او بيوزلو ونډه نه ورکوی ، نو په باغو يې بلا ورنازله کړه، ونې له بيخه ونړيدې ، پاڼې وچې شوې او ميوې ورستې او مړاوې شوي .
د بوډا زامن سهار وختي باغ ته ورغلل چې دا حال يې وليد نو له يوبه يې پوښتنه کوله چې دا زموږ هماغه باغ دی چې پرون موتازه او له ميوو ډک پريښې ؤ ، کيدی شي لاره مو خطا کړې وي او د بل  چا باغ ته راغلي ؤ.
معربانه او زړه سواندي وروريې وويل : هو همدا ستاسو باغ دي مخکې تر دې چې بيوزلې او نيستمن مو بې برخې کړي وي خدای تاسو بې برخې کړئ او د شومتيا پايله مو وليدله ، ما خو تاسو ته ويلی وو چې د خپل رب عبادت کوئ ، وروڼو يې وويل : زموږ رب سپېڅلې دی، موږ ظالمان ؤ بيا يې يو بل ملامتول او ويې ويل موږ سر غړاوی کړی ؤ ، خدای دې مو. ته تر دې غوره راکړي مو. له خدايه هيله من يو.
خو د خدای تعالي حکم عملی شوی ؤاو هغوی يوازې تش لاسونه مروړل، دوی بايد د خپل چل ول سزا ليدلې وي. د دنيا سزا داسې ده او د اخرت سزا که دوی پوه شي تر دي هم سخته ده.

Add new comment