امریکا وايي دایران دحکومت دتعامل په بڼه کښې ملګرتیا ته چمتو ده .

دامریکا خارجه وزیر وویل که چیرې  دایران حکومت تعامل انتخاب کړي نو له تهران سره ملګرتیا ته چمتو ده .
شین هوا  خبري اژانس وايي دملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې داسلامي ایران د ولسمشر حسن روحاني  د  وینا په درشل کښې د امریکا دخارجه و زارت ویندوی جین پساکي وویل هیله من یم چې دایران نوی حکومت دتهران داټومي پروګرام لپاره دډیپلوماټیکې حل لارې ته درسیدا لپاره له نړیوالې ټولنې سره تعامل و کړي .
پساکي وویل که چیرې دایران حکومت جدي تعامل انتخاب کړي امریکا هماغه راز له ایران سره ملګرتیا ته چمتو ده .
په عین حال کښې د امریکا د سپینې ماڼۍ ویندوی جی کارني هم وړاندې ادعا کړي وه امریکا په مختلفو برخو کښې دایران له حکومت سره تعامل ته چمتو ده خو په دې شرط چې ایران دتهران داټومي پروګرام په باره کښې دنړیوالې ټولنې د اندیښنو دختمولو لپاره په خپلو ژمنو عمل وکړي .
دایران او امریکا ولسمشران به دملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې ویناوې وکړي .

Add new comment