چچن جنګیالي د آزربایجان او ترکېې له لارې سورېې ته ځي .
د چچن کور واکه جمهوریت د کورنیو چارو وزارت یوه استازي وویل ګڼ چچني جنګیالي د سورېې د حکومت په وړاندې د جنګیدونکو مخالفانو په صفونو کې شته چې دې هیواد ته د آزربایجان او ترکېې له لارې رسیدلي دي .
د دې راپور په اساس د روسېې فدراسیون هم اندیښمن دی چې دا جنګیالي به له سورېې له بیرته ستنیدو وروسته د دې فدراسیون په داخل کې هم د بې امنیو لامل شي .
په راپور کې ویل شوي په سوریه کې د جنګیدونکو چچني جنګیالیو د شمیر په اړه کره راپورونه نه شته خو اټکل کیږي چې تر ۵۰۰ چچني جنګیالي به په دې هیواد کې شتون ولري .
د سورېې د حکومت تر ټولو ستره مخالفه ډله جبهه النصره ده چې د القاعدې اړوند بلل کیږي اوپه صفونو کې ېې د ډيرو عربي هیوادونو تر څنګ د نورو هیوادونو اتباع هم فعالیت لري .
Add new comment