عربستان پر سوریه د برید لپاره امریکا او اسراییلو ته د مالي مرستې وړاندیز کړی
عربستان د سوریې پرضد د دسیسې او برید په چوکاټ کې امریکا او اسراییلو ته د مالي مرستې وړاندیز کړی دی.
د الشرق الاوسط الجدید خبري آژانس نن خبر ورکړی چې د عربستان رژيم امریکا او اسراییلو ته د سوریې پرضد د پوځي برید لپاره د هڅولو په موخه، د ۲۰۰ میلیارډ ډالرو مرستې وړاندیز کړی دی.
په دې خبر کې همدارنګه راغلي چې دغه ۲۰۰ میلیارډ ډالر به له هغو مالي مرستو بیل وي چې عربستان په تېرو درېرشو میاشتو کې سوریې ته وسله والو ډلو په ځانګړې توګه سلفیانو ته ورکړې دي.
Add new comment