د پاکستان طالبان د اسلام په خدمت کې یا اسلام پرضد ؟

د پاکستان په پیښور کې پرون په یوې کلیسا هغه وخت دوې ځان وژونکی حملې وشوې  چې د عیسایانو د اتبار ورځې مذهبی دستورې ختمې شوې وې  او ګډون کونکی له کلیسا بهر راوتل چې په نتیجه کې تراوسه ۸۱ کسان مړه او ۱۴۵ هم سخت ژوبل شوی دی . د جندل الحفصه په نوم ترهه ګرې ډلګۍ چې په طالبانو پورې تړلی ده د دغو حملو پړه پر غاړه اخیستی ده . د احمد ا... په نوم یوه کس د  دغې ډلګۍ د ویندوی په توګه  له رسندویو سره په ټیلی فونی تماس کې په دې باره کې وویل  د امریکا د بی پایلیټه الوتکو د غچ اخیستلو لپاره یې  دوه ځان وژونکی په کلیسا د حملې لپاره ورلیږلی دی ، هغه همداراز زیاته کړی ده چې  د امریکا  د بی پایلیټّه الوتکو د حملو د غچ اخیستلو لپاره به  په بهرنیو ښاریزو حملې وکړی . البته د یادولو ده چې دغه  ډول غچونه طالبانو له مسلمانانو په تیره د له شیعیانو هم په لسګونو ځله اخیستی دی  او په زرګونو مسلمانان یې شهیدان کړی دی .
تهران راډیو په دې زمینه کې د پیښور د سترې محکمې د حقوق پوهانواتحادیې د مشر لطیف اپریدی نظر وغوښته چې د دغه ډول جنایتونو اصلی هدف هغه هم په داسې وخت کې چې د پاکستان حکومت طالبانو ته د خبرو اترو وړاندیز کړې دې ، څه دې ؟ چې ښاغلی لطیف افریدی د دغه جنایت د غندلو په ترڅ کې وویل   د دغه ډول جنایتونو هدفونه زیات دی  خو په دې خت کې له دغه ډول جنایتونو دوه ستر هدفونه تعقیبږی . لومړې دا چې دغه جنایت نیویارک ته د پاکستان د لومړی وزیر نواز شریف د سفر په درشل کې شوې دې ، ټاکل شوې ده نواز شریف په خپلې وینا کې د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلی کې به وکړی د ترهه ګرۍ په وړاندې د پاکستان سیاست او سټراټیجۍ  وسپړی  او همداراز مقرره ده چې ښا غلې نواز شریف د عیسای نړۍ له مشرانو سره جلا جلا کتنې هم وکړ ی .  په دې اساس د عیسایانو پر ضد د ځان وژونکیو عملیاتو ترسره کول د نواز شریف د پروګرامونو تر اغیز لاندې راوستل دی . دوهم دا چې داسې کسان شته دی چې نه غواړی له طالبانو سره د حکومت د سولې خبرې ترسره شی  او یا که ترسره هم شی نو کومه نتیجه ورنکړی . د لطیف افریدی په وینا  تر هغه وخته چې  د پاکستان په نظام کې موجودې حلقې  چې طالبان تراوسه خپله سټراتیجیکه پانګه بولی  او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه خپل حق بولی ، اصلاح نشی  او یا له مینځه لاړ نشی  ، دغه ډول جنایتونه به دوام ولرلې ی .
تهران راډیو همداراز په دې باره کې د بلوچستان په کویتّ کې د جامع سفیر د متولی او خطیب مولانا قاری عبد الرحمان نورزی نظر وپوښته چې  چې هغه هم د عیسایانو پر ضد د پرونۍ حملې د غندلو په ترڅ کې وویل  مشکل دا دې چې په پاکستان کې بو اسلامی او خپلواکه حکومت نشته دې او حکومتونه تل د امریکا د سیاستونو تابع دی ، پر دې اساس تر څو چې پاکستان یو اسلامی اوخپلواکه حکومت ونلرلې شی  نو له دغه ډول دسیسو سره به مخامخ وی . هغه همداراز  د پاکستان په ترهه ګرو دلګیو کې د اسراییلو د موساد او د امریکا د سی ای اې د مامورینواو جاسوسانو شتون ته په اشارې سره زیاته کړه  چې د استخباراتی ادارو جاسوسانو په ترهه ګرو او افراطی ډلو کې نفوذ کړې دې  او د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو لپاره  هره ورځ دغه ډول جنایتونه کوی  او مسولیت یې هم همدغه ترهه ګرۍ دلګۍ پر غاړه اخلی  چې د دغه ډول جنایتونو هدف په مسلمانانو په تیره بیا په پاکستان د ګوزار کولو لپاره د زمینې برابرول دی  چې لویدیدځ په پاکستان د ګوزار کولو لپاره د نړیوالو قناعت ترلاسه کړی . نن پاکستان تر خت دباو لاندې دې  او د دغه هیواد د وشلو او ایټمی بې وسلې کولو لپاره له ډول ډول دسیسو سره مخامخ دې او له بده مرغه مسلمانان او د اسلامی عالمان  هم په دې پړاو کې  د دې پر ځای چې وحدت ولرلې شی  ، له سخت نفاق سره مخامخ دی  او په دې اساس افراطی ترهه ګرې ډلې نن د کفری نړۍ ستر خدمت کوی .

Add new comment