د سوریې د مختلفو سیمو د پاکولو لپاره د دغه هیواد د ترهه ګرو په خلاف د سوریې دپوځ عملیات هماغه شان روان دي.

آخرین اخبار سوریه

د ایرنا خبري اژانس د ننني راپور له مخې  دسوریې پوځ  په  یو لړ عملیاتو کې  په  شرقي غوطه ، د دمشق په جنوب او شمال  کې د  تره ګرو یو لړ پټنځایونه  وران کړل  او یو شمیر یې ووژل .
د سوریې د پوځ پرله پسې کامیابیو ته په پام سره د سوریې  ازاد پوځ په نامه ډله  د جګړه مارو د کموالي په وجه  ځوانان له پوځ سره جنګیدو ته مجبوروي.
 په حمص کې هم نن زیات شمیر ترهه ګر د سوري ځواکونو په  غلچکۍ حمله کې ووژل شول .
 دا په داسې حال کې دي  چې  د سوریې پوځ  په سلطانیه،   لویدیځ سلام او ختیځ سلام سیمو کې  چې دحمص ولایت برخې دي امنیت ټینګ کړی دی.  په جبهة النصره ،  او د لاذقیه ولایت په مختلفو سیمو کې د پوځ په مختلفو علمیاتو کې هم زیات شمیر ترهه ګر وژل شوې دي.
دا په داسې حال کې دي  چې له ترهه ګرو سره دجنګ  له پیلیدو د دوو کلونو له تیریدو  وروسته  د سوریې دولت د ترهه ګرو لخوا د ورانو شویو سیمو بیا رغاونه پیل کړې  او د دې کار لپاره یې یو نیم سل میلیون ډالره بیل کړې دي.

Add new comment