سوریې پاکستان ته د ۳۳۶ طالبانومړي وسپارل

سوریې د پاکستان د هغو ۳۳۶طالبانو مړي دغه هیواد ته ورکړي چې په سوریه کښې د جبهه النصره ترڅنګ جنګیدل.
د سوریې د الآن ویب سایټ د رپورټ له مخې، په پاکستان کښې یوې لوړپوړې امنیتي سرچینې اعلان وکړ چې د دغو کسانو مړي د ترکیې له لارې اسلام آباد ته منتقل شوي دي.
دغې سرچینې همداشان زیاته کړه: د طالبانو ډلې تقریباً یوه میاشت مخکښې د ډیره اسماعیل خان سیمې له مرکزي جیله خپل قیدیان آزاد کړي و او دغه کسان د وسله والو ډلو ترڅنګ د سوریې له حکومت سره د جنګیدو لپاره دغه هیواد ته تللي وو.

Add new comment