برتانیه غواړي امریکا او اروپايی اتحادیه ېې پر ایران له بندیزونو معاف کړي .

مهر د وال سټریټ جورنال له قوله ولیکل د برتانېې دولت د اروپايي اتحادېې او امریکا له چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دی تر څو وکولای شي له ایران سره په یوه شریک ګازي میدان کې خپل فعالیت ته دوام ورکړی شي .
ورځپانې لیکلي دا اقدام په داسې حال کې تر سره کیږي چې د برتانېې دولت د ګازو د کمښت له ستونځې سره مخ دی
د ایران د تیلو او ګازو ملي شرکت له بریتیش پطرولیم شرکت سره د خزر په ګاز ي میدان کې شریک دی .
بریتیش پطرولیم په ۲۰۱۰ م کال کې پر ایران د بندیزونو له سختیدو وروسته په دې ګډ ګازي میدان کې خپل فعالیت درلولی دی .
په راپور کې راغلي مالومه نه ده چې د برتانېې دولت د کومو قوانینو او اصولو په رڼا کې پر ایران له بندیزونو ځان مستثنی کوي خو په اروپايي اتحادیه کې په دې وروستیو کې داسې قوانین تصویب شوي چې په خاصوشرایطو کې خپل یو شمیر غړي د یو شمیر قوانینو له پلي کیدا معاف کولای شي

Add new comment