د امام مهدی د حکومت خاصیت

مقدمه
په روایاتو کښې د آخری زمانې حکومت په حقله ډير څه بیان شوې، او دا مخصوص ګڼلې شوې د امام مهدی حکومت سره چې آخری حکومت به په دې دنيا کښې د هغه خلیفة الله امام مهدی وې، خو سوال دلته دا دې چې د آخر زمانه نه مراد څه دې او دا کومه زمانه ده یعنی د دې زمانی شروع او آخر څه دې د آخر زمانه تعین به مونږ څه رنګ کوو، آخره زمانه کومه زمانه ده؟
دې باره کښې مختلف قولونه وجود لرې بعضو علماؤ د میلاد رسول الله نه تر قیامت پورې زمانه آخره زمانه ګڼلې، او بعضو د امام مهدی د زوکړه نه تر قیامت پورې وخت آخره زمانه ټاکلې. او نور بعضو د يوې زمانی اختتام او د يوې نوې دورې آغاز ته د آخره زمانه نوم ورکړې، لکه د مثال په توګه که يو دروند شی په ربړ کې واچوې او د اوچتی نه يې راخوشی کې نو هغه د ربړ آخری توانه پورې لاندې راشی خو بیا واپس شی او چې د کوم ځې نه دې راخوشی کړې وې نو د هغې نه اوچت لاړ شی ترقی وکړې او دهغې نه لوړ مقام ته ځان ورسه وې. یعنی انسان چې کله د ذلالت او ظلم انتها ته ورسې کله چې انسانیت نومی څه ورکې پاتې نشې، د الله احکام ویر کړې، شرک او بدعتونو کې غرق شې نو بیا الله تعالی د خپل لطف او رحمت له باب يو پيغبر يو امام د انسان د نجات لپاره راوليږې، چې هغه پيغمبر یا امام بیا انسان ته د هغه مقام وروښايې او د پستۍ او ضلالت نه يې د انسانیت لوړ مقام ته ورسه وې. نو چې کله د ظهور وخت راشی او امام ظهور وکړې نو د يو دور اختتام به وشې او یوه بله زمانه به شروع شې چې په هغه زمانه کې به امام مهدی انسان هغه مقام ته ورورسه وې چې کوم مقام هغه لپاره الله خوښ کړې کوم مقام باندې چې الله تعالی په هغه فخر کړې روایت کې دې چې د ظهور نه پس به د خلک صدقه ګرځه وې او څوک به نوې چې د هغه صدقه ترې واخلې، یعنی انسان ټول مشکلات به حل شې او هغه به د معرفت لوړ لوړ مقامات ترلاسه کړې.
آخری زمانه د پيغمبر په حدیث کې:
د آخری زمانې باره کښې حضرت سلمان فارسی نه يو روایت نقل شوې چې رسول الله صلی الله علیه وآله د حجة الوداع په موقع په مسجد الحرام کې چې د کعبه د دروازی ځنځير يې لاس کې نیولې وو دا حدیث يې بیان کړو. په دې روایت کې د ضیف ګڼلو هيڅه احتمال نشته او دا صحیح حدیث دې ځکه چې دا حدیث د آخری زمانې په حقله بیان شوې او د راروان وخت حالات په کې بیان شوې چې هغه وخت یې هیڅ علامت او نښه نه لرله او نه هغه وخت دې پيښو څه زمینه لرله چې مونږ به احتمال ورکړو چې دا حدیث به ورستو چا جوړ کړې وې نو ځکه مونږ په دې حدیث او په دا رنګ نورو حدیثونو باندې باور کولې شو او په ډاډه توب ويلې شو چې دا رنګ حدیثونه صحیح دې او دې کې بیان شوې علامتونه او نښې د ظهور او د آخری زمانې دې، په دې روایت کښې بيان شوې بعضی نښې:
خلک به نمونځ پريږدې او شهوت پسې به ځې میل او اشتیاق به يې شهوانی خوشالتیا وې، مال به غوره ګڼې، او خپل دین به په دنیا خرڅه وې او داڅې حالاتو کې به د مومن زړه او ځان دا رنګ ړنګېږې لکه مالګه چې په اوبو کښې حل کښېږې. ځکه چې منکرات به پخپلو سترګو وينې او د هغې د بدلون او اصلاح قدرت به نه لرې.
سلمان ورته وویل: دا هغه څه دې چې خامخا به کښېږې؟ رسول الله صلی الله علیه وآله ورته وفرمايل: هو، په هغه ذات مې دې قسم وې چې زما روح يې په لاس کېدې، ای سلمان، په هغه خلکو حکومت کوونکې چې د هغې اقتدار به يې په لاسونو کې وې او په دې به ولایت او تسلط لرې دا حاکمان به ظالمان او او جابران وې. او وزیران، واكمندان او ولسوال به يې ټول غله او زور او زیاتی کوونکې وې داڅې امینان چې خیانتداران به وې.
دغه وخت کې به ښځې خپل مېړه سره د بهر کارونو لپاره د کور نه وځې، دغه وخت به بازارونه سره نږدې شې د بیه او خرڅ دکانونه به زیات شې او د دوکانونو زیاتيدو سره به خلک د خپل کار او کسب نه ناراضه او خوابدی وې يو به وائې هيڅه مې خرڅ نشو بل به وائې ګټه مې ونکړه.
ای سلمان! هغه وخت به سړې په سړو او ښځه به په ښځو قانع او راضی وې، په دغه زمانه کې به لکه ښځه چې څه رنګ يو ميړه حفاظت کې ساتې چې څوک ورسره زیاتی ونکړې او د نورو سړو نه محفوظ وې هم دا رنګ به سړې ځوانان له ځان سره ساتې چې نورو سړو نه په امان کې پاتې شې، سړې به ځان د ښځو په شان کړې او ښځې به ځان د سړو په شان کړې او ښځه به په زین سپرې شې نو زما د امت پر دغو ښځو د الله لعنت وې.
لکه څه رنګ چې مونږ د دې حدیث نه مخکې هم دې خبرې ته اشاره وکړه چې دا دور به د انسان د ذلالت او ظلم دور وې چې انسان به د الله احکام په ویر کړې، شرک او بدعتونو کې به  غرق شې نو بیا الله تعالی د خپل لطف او رحمت له باب يو خلیفه يو امام د انسان د نجات لپاره راوليږې، چې هغه خلیفه به بیا انسان ته د هغه مقام وروښايې. دغه خلیفه چې امام مهدی دې د هغه حکومت به په دنیا راشې، چې دا حکومت به د الله د خوښ حکومت وې ځکه چې حاکم به يې د الله له طرفه وې او د الله خوښ او معصوم حاکم به وې چې په هغه کې به ګناه او خطا نه وې.
نن که مونږ دا بدې ورځ وينو، نن که انسان د انسان په مرۍ غلې دې که نظم او قانون نشته د دې وجه دا ده چې د حکومت نظام او حاکم د انسان د خوښې دې الهی حکومت او الهی حاکم نشته، د الله خوښ حاکم د الله خلیفه معصوم دې د هغه حکومت د هغه قانون الهی وې د هغه هر کار هر قانون او هر قدم د انسان مرتبه اوچتولو او لوړولو لپاره وې، او دا حکومت به هله تحقق پیدا کوې کله چې امام مهدی ظهور وکړې.
د امام مهدی د حکومت خاصیت:
د امام مهدی حکومت به يو داڅې اسلامی حکومت وې چې په هغې کې به د الله تعالی ټول احکام تر سره کېږې، هر ځې به حق وې او باطل به د جرړه  وځې، يو داڅې حکومت چې حیوان به هم خوشاله وې. هر چا ته به د هغه حق ورکړلې شې. د امام مهدی د حکومت دا او همداسې نور خاصیتونه په روایاتو کښې بیان شوې، مونږ دلته دې خاصیتونو ته په لنډ ډول اشاره کوو.
1.    عالم، معصوم او واک(قدرت) لرونکې:
عالم دې په هر هغه څه چې الله تعالی ورته عطاکړې د راروانو حالاتو باندې مشکلاتو باندې نو ځکه خطا په کښې نشته معصوم دې ځکه چې څوک معصوم نه وې هغه خطا کوې خپل نفس لپاره کار کوې خپل خپلوان عزیزانو لپاره ملګرو لپاره کار کوې نه الله  لپاره نو امام معصوم دې ځکه چې د هغه هر کار د خطا نه پاک او د الله لپاره دې، بله ځانګړې خاصیت چې هغه يې د ټولو اولياء الله او د امامانو نه بیله وې هغه په ښکاره کښې هم قدرت لرل دې .
2.    د خلیفة الله حکومت
چې کله د امام مهدی ظهور وشې او د هغه حکومت قائم شې د الله تعالی هغه وعده چې مومنانو سره يې په قرآن کې کړې د هغې د تحقق وخت به راشې:
 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ
د سوره نور پنځه پنځوسم آیت
الله له تاسې نه دهغوكسانو سره چې ايمان راوړي اوښه عملونه وكړي وعده كړې ده چې هغوى په ځمكه كښې هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لكه چې له هغونه مخكې تېر شوي خلك يې ګرځولي وو.
د امام د ظهور نه پس حضرت عیسی به راشی او کله چې حضرت عیسی نزول وکړې نو ټول عيسایان به پرې ایمان راوړې او کله چې عیسی علیه السلام دحضرت مهدی سره مخامخ شې نو هغه به ټولو عیسایانو ته وفرمائې: دا د الله تعالی خلیفه دې او عیسی علیه السلام به د خلیفة الله په لاس بیعت وکړې نو کله چې عیسایان دا وګورې چې عیسی علیه السلام د حضرت امام مهدی په لاس بیعت وکړو نو هغوې ټول به د امام بیعت وکړې وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا  نو دهغه وخت به دا خلک ډلې ډلې ګروه ګروه د الله په دین کښې به داخل شې.
د دنیا دا لوې لوې سکالران، پوهاند او عالمان به راشې چې د امام نه پوښتنې وکړې نو امام به هغه ټولو ته د هغوې د سوالونو ځوابونه هم د هغوې په ژبه کې ورکړې، دا خليفة الله دې دا امام برحق دې، امام به داڅې کارونه کوې چې خلک به پخپله ایمان راوړې، چې کله امام بیا د دې ځې حکومت امام په لاس کې واخلې نو د اروپا او نورو ځينو خلک به پوهه شو چې د الله دین څه دې، او د الله دین څومره عظیم او ښکلې دې،نو دهغه وخت به دا خلک ډلې ډلې ګروه ګروه د الله دین ته راروان شې. نو دلته به د قرآن دا آیت تحقق پيدا کړې.
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ
هماغه الله دى چې خپل پېغمبر يې له هدايت او حق دين سره لېږلى دى تر څو چې هغه پر ټول دين برلاسى كړي ، كه مشركانو ته دا څومره ناكاره بريښي هم.
3.    عدل:
د عدل لغوی او اصطلاحی تعریف کې علماؤ ويلې دې چې مهم يې دا دې : تعادل او تناسب، برابرى، مساوى او له ټولو نه جامع او پراخه معنا یې دا ده چې په هرشې په خپل ځای ايښودل دا رنګ چې هر څه خپل مناسب او خپله برخه له هستی او کمال نه ترلاسه کړې او د بل چا حق او برخه باندې برید ونکړې، په دې حقله د امام علی علیه السلام خبره چې د عدل تعریف يې په کې وړاندې کړې له ټولو کوټلی او دقیق ده، امام علیه السلام فرمائې:
العدل یضع الامور مواضعها
د امام مهدی د حکومت تر ټولو لوې خاصیت هم دا دې چې د هغوې په حکومت کښې به عدل په دنیا حکمران وې، ځکه چې هغه به انسان هغه ځې ته هغه کمالاتو ته ورسه وې چې د کومې هغه لایق دې.
4.    اعتقادات او عملونه به ټيک شې:
کله چې انسان د الله تعالی طرف ته روجوع وکړې او دهغه په ذکر او د هغه بیان شوې لارې باندې روان شې او د الله تعالی د خلیفة په حکومت کښې ژوند شروع کړې او خپل دين او مذهب هم د هغه حقیقی خلیفة نه تر لاسه کړې نو دا فرقه، دا اعتقادی او فقهی اختلافات به ختم شې او چي کله د انسان عقیده ټیک شې دهغه نمونځ او عبادات ټیک شې نو نور عملونه يې پخپله ورسره ټیک شې. چې کله اختلاف له منځه لاړ شې نو اتحاد او یو والې سره به انسان خپل مقصد او هغه مقام چې الله تعالی ورله خوښ کړې ته سفر شروع کړې بیا به څوک بی ګناه نه وژنې، بیا به څوک په يو بل د کافرتوب فتوی نه لږه وې ځکه چې د امام نه به تپوس کولې شې چې د دې مسئله حل څه د دې حکم څه نو ټول به د يو امام د جنډی لاندې راټول شې اختلافات به ختم شې او د انسان اصلی مقصد او حدف چې  د الله رضا او دهغه له اړخه ټاکلې شوې امام او خلیفة اطاعت کول دې او هغه لوړ لوړ مقامات ترلاسه کول دې کومو لپاره چې انسان خلق شوې ته لاره اواره شې.
نو دا وخت به وې چې د قرآن سوره الزریات ۵۱ آيت به تحقق پيدا کړې:
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ
اونه دي پيداكړى ماپيريان اوانسانان مګرلپاره ددې چې عبادت وكړي دوى ځما.
5.    امنیت:
د امام مهدی عج د حکومت يوه بله ځانګړتیا او خاصیت په ټولې نړې امن راتلل دې، امن چې ترکوې چې وې نو انسان يې په قدر نه پوهيږې خو که نن مونږ هغه ملکونو ته چې یا يې د لوې شیطان امریکه له لاسه امن ورک شوې او یا د هغه مزدورانو وهابیانو د لاسه امنیت ګډوډ دې سترګې وغړه وو نو پوهيږو چې امنیت څومره لوې نعمت دې نن که د دغه هیوادونو خلکو ته مونږ د دنیا هر نعمت ورکړو خو چې تر کومه امنیت نوې هغه هر نعمت ورته  بی اهمیته وې، ځکه چې کله د ده بچې، خاندان، ځان او مال په خطر کې وې نو هرڅه بیا بیکاره او چټې ښکارې.
نو د امام مهدی عج په حکومت کښې به امنیت وې او دا امنیت به داڅې امنیت وې چې امیرالمؤمنین حضرت امام علی علیه السلام فرمائې: که يوه ښځه د عراق نه شام ته سفر شروع کړې او هغې سره قیمتی سامان وې خو بیا هم دې ته به ووړکې غوندې ترس او ويره نه وې.
6.    ټولنيزې خيرښېګڼې:
د امام مهدی حکومت کښې به خلک د ژوند مشکلاتو او سختو نه بی غمه شې، امام محمد باقر بن علی بن حسین علیه السلام فرمائې:
امام مهدی به خلکو کښې دولت دا رنګ تقسیم کړې چې څوک صدقه اخستونکې به نه پيدا کښېږې.
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَىٰ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ
كه د سيمو خلكو ايمان راوړى واى اود تقوى كړنلاره يې غوره كړې واى نو مونږ به پر هغو د آسمان او ځمكې د بركتونو دروازې پرانستې واى
نو د امام مهدی د حکومت په دوران کښې تقوی او محکم ایمان لرل به سبب وګرځې چې الله تعالی د مځکه او آسمانونو د برکتونو دروازی به خلکو ته خلاصی کړې.
7.    د اسلام په احکامو باندې عمل:
د اسلام په هر حکم او هر حد باندې به عمل شروع شې هر چاسره به انصاف او عدل چلن کښېږې.
8.    په نړه يو حکومت او يو حاکم:
د امام د ظهور نه ورستو په دنیا به يو حاکم حکومت کوې هغه به د الله خلیفه امام مهدی وې د دنیا دا ټول ظالمان شکست وخورې، امریکه چې نن هر څه غواړی هغه خپل حق ګڼې پخپله هر ظلم او زیاتی کوې په هیرو شیما باندې ایټمی حمله کوې څوک يې مخ نوې نه کوې خو په عراق باندې د دروغ الزام سره بهانه جوړه وې او تیل پټه وې خلق قتله وې انسان ته انسان نه ګورې د نورو هیوادونو دولت او خزانه پټه وې، په شام کښې په افغانستان کښې چې څه زړه غواړی هغه کوې خو ولې څوک ترې د تپوس کولو نشته، دا ټول ظلم او جبر به خپل آخر ته اختتام ته ورسې او چې کله امام مهدی راشې نو ټول به د الله دین ته داخل شې داڅې دین او داڅې حکومت ته چې هادی او حاکم به يې د الله خلیفه وې، چې قانون به ورپکې الهی قانون وې او هم دا سبب دې چې نه يواځې انسان بلکه حیوانات به هم د امام مهدی په حکومت کښې خوشاله وې.

Add new comment