دایران اسلامي انقلاب دټولو مسلمانانو په فکر کښې دی .

دایران داسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک سپاه پاسداران مشر وویل په سوریې د دښمانانو دپوځي حملې دپلان ماته دایران داسلامي انقلاب په وړاندې دهغوې دناکامۍ  نوی مورد دی .
فارس خبري اژانس و ايي دایران دسپاه پاسداران ځواک قوماندان محمد علي جعفري نن دسپاه دقوماندانانوپه کلنۍ غونډې کښې وویل دایران اسلامي انقلاب په خارجي اړخ کښې ډیر ښه شرایط لري او  په نیواکي فلسطین، عراق او لبنان کښې داسلامي انقلاب دمقاومت جبهه خپلې لارې ته دوام ورکوي او دمقاومت په وړاندې داستکبار د پرله پسې ماتیو کتونکي یوو .
دایران د سپاه پاسداران ځواک مشر په دې خبرې سره چې دایران داسلامي انقلاب خارجي اړخ داسلامي تمدن درامینځته کولو په هکله د مشر تابه دستر مقام تدبیر دی وویل دایران اسلامي انقلاب یوازې دایران دخلکو لپاره په ډوډۍ، اوبو او کورونو پسې نه دی بلکې ددنیا دټولو مسلمانانو په فکر کښې دی او دیوه اسلامي تمدن د جوړولو په حال کښې دی .
هغه وویل په تیرو لسو (۱۰)کلونو کښې او دسپتمبر دمیاشتې له یولسمې (۱۱)نیټې وروسته امریکا په خپل ټول توان سره دایران په سرحدونو کښې کیمپونه لګولي دي او دامریکا  په اند ایران یې کلابند کړی دی خو هیڅ کله ونه توانیدله چې حتی دایران پرضد دپوځي ګواښ کلمه وکاروي او دا هماغه ویره او خطر دی چې دایران دسپاه پاسداران ځواک په اساسي ستراتژیو کښې مطرح دی چې په مختلفو دفاعي، امنیتي او نورو ټولنیزو اړخونو کښې یې   اقتدار رامینځته کړی دی.

Add new comment