په عراق کښې چاودنو نن ۱۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي ده

له بغداد څخه زمونږ د خبریال د راپور له مخې  نن د عراق په حله کښې  څلورو چاودنو ۱۶ کسان  چې زیاتره يې شیعه دي ووژل .
د بغداد په وزیریه سیمه کښې هم د بغداد د ولایتي شورا د مشر ریاض العضاض په ګاډې حمله وشوه، خو  نوموړي ته پکې کوم تاوان نه دی رسیدلی خو دوه ساتونکي وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي
 د بصري ولایت په بیضان سیمه کښې هم  چاودنې ۳ کسان وژلي او ۱۵ یې ژوبل کړي  خو په کربلا،ناصریه، صفره او حفریه  کښې هم  چاودنو ۵ کسان وژلي او لسګونو نور  یې ژوبل کړي چې  شمیره یې ۹۰ کسانو ته رسیږي .

Add new comment