د پاکستان په ګوجرانواله کښې له یوي دیني مدرسي ۲۱ بهرنیان نیول شوي
د دنیا نیوز د راپور له مخي د پاکستان پولیسو او آمنیتي ځواکونو د دغه هیواد د پنجاب صوبې په ګوجرانواله کښې د دغه هیواد د پارلمان د پخوانې غړي او د طالبانو د مشر ملا عمر د استاد قاضي حمیدالله په دیني مدرسي مظاهر العلوم او انوارالعلوم بریدونه کړي ، ۲۱ بهرني ښاریز یې نیولي او نامعلوم ځاي ته یې منتقل کړي دي .
دغه کسان د افغانستان او یو شمیر نورو بهرنیو هیوادونو ښاریز دي چې هویت یې نه دی اعلان شوی .
Add new comment