مشاهد حسين: امريکا به ۲۰ زره سرتېري په ۹ مرکزونو کې وساتي

د پاکستان په سنا کې د دفاعي کمېټې مشر سناتور مشاهد حسين، له کابل څخه د خپل څلورو ورځنی سفر په پای کې يوه مطبوعاتي کنفرانس ته وويل، چې په دوو مياشتو کې به د افغانستان  او امريکې تر منځ امنيتی تړون لاسليک شي. د ده په وينا د امنيتي تړون له مخې به امريکا او ناټو خپل ۲۰ زره سرتېري په افغانستان کې وساتي، چې دا سرتېري به په ۹ پوځي مرکزونو کې ځای پر ځای وي. ده  همداراز وويل، چې شاوخوا يو لک امريکايي قرارداديان شته، چې د افغانستان او پاکستان  لپاره په بېلابېلو امنيتي او نورو برخو  کې کار  کوي، او د ناټو ځواکونو د يوې برخې وتل به پر دغو قرارداديانو اغېز ونه لري.

Add new comment