د پيغمبر اسلام آخری سفر مکې مکرمي ته

محترمومسلمانانو! علماؤ دسير اودتاريخ ذکرکړيدي چي دهجرت په لسم کال چي پيغمبر داسلام دحجة الوداع په سفر ومکې مکرمي ته سره له خپلو جان نثارو اصحاب کرامو ولاړئ نو په داسي حال کښي چي دعرفي ورځ وه او داسلام پيغمبر سره له اصحاب کرامو دعرفات په ساحه کښي ؤ له الهي لوري پرده مبارک باندي دغه مبارک ايت نازل کړسو
اليوم اکملت لکم دينکم واتممت عليکم نعمتي ورضيت لکم الاسلام ديناً .
يعني اي مومنانو ! نن ورځ وکمال ته ورساوه ما دين ستاسي اوپوره مي کړ پرتاسي باندي نعمت خپل اوخوښ او غوره مي کړ ستاسي دپاره اسلام په حيث ددين .
داسلام پيغمبر ددغه ايت مبارک له مضمون څخه دانتيجه ترلاسه کړه چي لکه چي له دنيا څخه ځمادرحلت اودانتقال وخت رانژدې سوئ دئ ، هو! دايوه مثبته قاعده ده چي هرشئ چي وکمال ته ورسيږي نوآفت دزوال اودنقصان ورپسي وي .

بيت :
چوافتاب به نصف النهار يافت کمال
مقرر است که رويي نهدبه صوب زوال
علماؤ دسيرفرمايلي دي چي داسلام پيغمبر وخپلوقدرمنواصحابوته په هغه خطبه کښي چي په عرفات کښي يې ودوۍ ته ويله له دغي اشارې څخه اطلاع ورکړه اوورته وې فرمايل چي دحج مناسک له ما څخه په صحيح صورت زده کړۍ ، ښایي چي له دغه کال څخه ورسته به بيازه اوتاسي نه سره ووينو ، اوهمدارنګه یې ورته وفرمايل چي اې اصحابو ! دقيامت په ورځ ځما په باره کښي له تاسي څخه داسي پوښتنه کړه کيږي چي :
محمد صلی الله عليه وسلم په تاسو کښي څنګه ‌‌ژوند تير کړ ؟ نوتاسي به ددغي پوښتني په جواب کښي څه واياست ؟ اصحابو کراموورته وفرمايل چي اې پرموږ باندي ګران اومحترم رسوله ! موږ به دقيامت په ورځ پردې خبره باندي ګواهي ورکوو چي تاپه ډيره فوق العاده طريقه سره الهي امانت چي وظيفه درسالت اودپيغمبرۍ ده ترسره کړه او و خلګو ته دي دارشاد اودنصيحت حق په اعلی درجه ورپرځائ کړ .
وروسته له دې څخه رحمة للعالمين رسول خپله مبارکه سبابه ګوته داسمان وطرف ته پورته کړه اوبيرته یې دځمکي وطرف ته راوړله اوداسي یې وفرمايل چي :  اللهم اشهد اللهم اشهد  يعني اې الله ته شاهد سه ! اي الله ته شاهد سه ! (يعني ځما داصحابو پردغه ذکر کړه سوې وينا باندي ) وروسته له دې چي داسلام پيغمبر د حج له سفرڅخه دمدينې منورې پرطرف راروان سو اوو غدير خم  ته کوم چي دجحفې په علاقه کښي واقع يوځائ دئ راورسيدئ ، دماپښين دلمانځه او ل وخت ؤ داسلام پيغمبر سره له اصحابو کرامو په همدغه اول وخت کښي دماپښين لمونځ اداکئ ، بيایې واصحابو ته خپل مبارک مخ وروګرځاوه اوداسي یې ورته وفرمايل : الست اولی بالمومنين من انفسهم
يعني ايا نه يم زه ډيرسزاوار اولائق په مومنانو له نفسو اوله ځانو څخه ددوۍ ؟
ټولو اصحابو ورته وويل :  بلی يارسول الله !
يعني هو ! اي دخدائ رسوله ! بيشکه ته په موږ سره ترموږ ډير حقداریې .
الله جل جلاله په قران کريم کښي فرمايلي دي : النبي اولی با لمؤمنين من انفسهم ) يعني نبي حضرت محمد ( صلی الله عليه واله وصحبه وسلم ) ډير لائق اوسزاوار دئ په مومنانو له نفسو ددوۍ ، وروسته د إسلام پيغمبر حضرت علي تر لاس ونيوئ او وې فرمايل : د هر چاچي زه مولا يم نو علي بن أبي طالب هم د هغه مولا دئ  بيا يې و حضرت علي ته دغه پنځه دعاوي وکړې :

اللهم وال من والاه
يعني اې الله دوست ولره هغه څوک چي حضرت علي د ځان دوست ګڼي .
و عاد من عاداه
او دښمن ولره هغه څوک چي علي د خپل ځان دښمن ګڼي .

واخذل من خذله
او خپل مدت او کومک بند کړه له هغه چا څخه چي له علي څخه خپل کومک بندوي .
وانصر من نصره
او مدت وکړه د هغه چا چي مدت کوي د علي .

وأدر الحق معه حيث کانَ
يعني او راګرځوه حق له علي سره هر چيري چي دَی وي .
د إسلام دوهم خليفه و حضرت علي ته وفرمايل :  بخ بخ بخ يا ابنَ أبي طالب ! أصبحتَ مولا کل مؤمن و مؤمنة  .
يعني خوشحالي دي وي تا لره اې د أبوطالب ځويه ! ځکه وګرځيدلې ته مولا د هر مؤمن او د هري مؤمني .

نظم :
هر که را هست با علي کينه
درسخن حاجت دراز ي نيست
نيست در دستش آستين پدر
دامن مادرش نيمازي نيست

علامه ابوالفضل افغاني مفسر قرآن و شارح صحیح بخاری

© http://www.benawa.com/pashto/library/88_rabi_ul_awal_awo_meelad/9.php#ix...

Add new comment