په اسلامي هېوادونو کښې له تکفيري تفکر سره د مبارزې ضرورت

د عراق سني او شيعه دينې عالمانو د کربلا په مقدس ښار کښې په یوه غونډه کښې  له تکفيري تفکر سره د مبارزې لارې چارې وڅېړلې.
د العالم خبري چېنل د رپوټ له مخې په دغه غونډه کښې چې پرون وشوه ګډون کوونکو له فتنه اچوونکو وېناو څخه د ډډې کولو په لازموالي باندې تاکيد وکړ او په اسلامي هېوادونو کښې د تکفيري تفکر د پراختيا په باره کښې يې  خبرداری ورکړ.
وېناوالو په دغه غونډه کښې څرګنده کړه: په ديني اقليتونو باندې په سوريه کښې د وسله والو ډلو د حملو علت د سيمې د ځينو خواو په ملاتړ سره د تکفيري تفکر رواج دی.
د کربلا د جُمعې خطيب شېخ عبدالمهدي الکربلائي وويل: اسلامي امت هم هغه شان د لويديځ کلتور، ادابو او رسومو په وړاندې له بهرني مشکل سره مخامخ دی.
د لبنان د جمعيت الوحده مشر شېخ عادل الترکي هم چې په دغه غونډه کښې يې ګډون کړی ؤ څرګنده کړه: په عراق، سوريې او لبنان کښې فتنه اچونه هم هغه شان دوام لري په دا ډول چې د تکفيري او د وهابيت د تفکر له رواج څخه د دښمنانو هدف د اسلامي امت ترمېنځ تفرقه ده.
د عراق یو ديني عالم شېخ جبارالجوراني د تکفيري تفکر د دسيسو په وړاندې د خلقو د اتحاد او یووالي په ضرورت تاکيد وکړ.
العالم خبري چېنل رپوټ ورکړ: سعودي عربستان په عراق او سوريې کښې له دهشتګردانه حملو څخه په ملاتړ او د خپلو تندلارو عالمانو د تکفيري فتوو په صادرولو سره  د دغو دواړو هېوادونو د ښاريزو په قتل عام کښې یو فعال رول لوبوي.
« د عراق يو مسلمان محقق او څېړونکی عبدالجبار الموسوي وويل:د سعودي عربستان منفي رول او د تکفيري تفکر ترويج په تېره بيا په دې وروستي دروان کښې د زياتېدو په حال کښې دی.
په دا ډول چې دغه موضوع د عراق په داخل کښې د دهشتګردانه حملو د زیاتېدو سبب شوې ده.
عبدالجبار الموسوي زیاته کړه: په دغو دهشتګردانه حملو کښې د عراق غېر فوځي او بې ګناه خلق هدف ګرځي او دغه حملې په عراق کښې د سعودي عربستان د منفي رول بيانوونکې دي.
د عراق په ختيځ کښې د دیالې صوبې د قبائلو د ملاتړې شورا ویاند شېخ صباح شکر الشمري هم وويل:
د عراق د پخواني رژيم له نسکورېدو نه په وروسته کلونوکښې شپږزره وسله والو کسانو دهشتګردانه عمليات ترسره کړي دي، په دا ډول چې په ډاګه شويو اسنادو له مخې د دغواکثرو کسانو تابعيت سعودي عرب دی.
د امريکې له فوځ سره پېېلې وېسټ پوائنټ فوځي اکېډيمۍ له دې مخکې په خپلو تحقيقاتو کښې اعلان کړی ؤ چې هغه اکثر وسله وال کسان چې په عراق کښې دهشتګردانه عمليات ترسره کوي د سعودي عربستان د وهابيانو په فتوو او هڅونې سره عراق ته داخل شوي دي.
نيويارک ټائمز هم په ډاګه کړې ده چې په عراق کښې له حاضرو بهرنيو وسله والو کسانو څخه شپېتۀ فيصده له هغو هېوادونو سره تعلق لري چې د امريکې له اصلي انډیوالانو څخه ګڼل کيږي چې سعودي عرب له دغو هېوادونو څخه دی.
په همدې لړ کښې انګرېزي اونيزه سنډی ټائمز هم په یو رپوټ کښې نورو هېوادونو ته د سعودي عرب د اوسېدونکو د سفر د مسئلې په بيانولو سره وليکل: عربستان هم دا اوس د وحشت په یو نړیوال مرکز او دهشتګردو په یو ډېر مهم مالي ملاتړي بدل شوی دی.
همدارنګ د امريکې اېن بي سي خبري چېنل اعلان کړی ؤ: په عراق کښې له حاضرو وسله والوکسانو څخه څه د پاسه ۵۵ فيصده کسان له سعودي عرب سره تعلق لري.
دا په داسې حال کښې دي چې د عراق امنيتي ځواکونو په دې وروستيو مياشتو کښې په لسګونوعربستاني وسله وال کسان چې له عراق سره د عربستان له ګډو پولو څخه عراق ته داخل شوي وو او یو لړ دهشتګردانه حملې يې ترسره کړي وې نيول شوي دي چې د هغوي د هشتګردانه حملو په نتيجه کښې په زرګونو بې ګناه عراقيان قرباني شوي دي.
د سوريې چارواکو هم سوريې ته د دهشتګردو په لېږلو کښې په سعودي عربستان باندې د نیوکې په ترڅ کښې تاکيد کړی دی: د سعودي عربستان د استخباراتو مشر بندر بن سلطان او د دغه هېواد وهابيانو په خپلو فتوو سره د بې ګناه خلقو د قتل عام لپاره سوريې ته د دهشتګردو په لېږلو او له هغوي څخه په ملاتړ کښې زيات رول لوبوي.

Add new comment