دولایت فقیه نظام، اسلامی اوولسی نظام

خوږومینه والو دایران اسلامی جمهوریت ،اسلامی او ولسی نظام په نامه دلړۍ له دولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو ددغې ټولګې په نننۍ برخې کې دایران داسلامی جمهوری نظام دجوړښت په معرفۍ ،یعني په نننۍ نړۍ کې ددیني اسلامی ولسواکۍ دسمبول په باب درسره غږیږو

دایران داسلامی جمهوریت  ولسواکه نظام   په لودیځ کې  دلیبرل دیموکراسۍ له نظامونو سره په پرتله کې دهیوادپرخورا لوړسیاسی مقام یعني پررهبرۍ دڅارنې اوکنټرول لپاره له ډيرې دقیقه اوډاډمنه رودې برخمن دی
  خوږومینه والو دایران اسلامی جمهوریت ،اسلامی او ولسی نظام په نامه دلړۍ  له دولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو  ددغې ټولګې په نننۍ برخې کې  دایران داسلامی جمهوری نظام  دجوړښت  په معرفۍ ،یعني  په نننۍ نړۍ کې ددیني اسلامی ولسواکۍ دسمبول  په باب  درسره غږیږو .  په مخکیني پروګرام کې  مودرهبرۍ ددندو او ا ختیاراتو په باب درسره خبرې وکړې . ولي فقیه  په دینی ولسواکۍ کې  داسلامی حکومت په جوړښت کې  ځانګړي مقام ته په پام سره   ځانګړي اختیارات لري  .دغه اختیارات  داساسی قانون په څو اصلونو کې  بیان شوي دي
 په نننۍ برخې کې  درهبرۍ پر کړچار  دڅارنې دڅرنګوالی په باب غږیږو. په دیموکراټیکو نظامونو کې  دهیواد دلوړپوړو چارواکو پرکړنو اوکړچار  دکنټرول او څارنې لپاره  دځانګړي قانون میکانیزمونه په نظر کې نیول شوي دي . دایران داسلامی  جمهوریت قانون جوړونکو هم  درهبرۍ پرکړچار دڅارنې لپاره  ځانګړي میکانیزمونه بیان کړي دي .  ددغه بحث په دوام کې  به دې ټکي ته ورسیږو چې دایران  اسلامی جمهوری نظام   په لودیځ کې د لیبرل دیموکراټيکو نظامونو سره په پرتله کې  دهیواد ترټولوپه لوړ سیاسی مقام یعني رهبرۍ  دڅارنې او کنټرول لپاره  خورا ډاډمنه اودقیقه روده لري .  هماغه ډول چې   دایران په اسلامی جمهوری نظام کې ولس  خورا لوي ډاډ ته درسیدو لپاره رهبر درهبرۍ  دخبرګانو  دشورا ددیني اوسیاسی کارپيژاندو دټولګې  له لارې  پيژني اوټاکي ئې ، پررهبرۍ دڅارنې اوکنټرولولو په باب  د خپل حق داعمالولو  لپاره  دهمدغې شورا له لارې اقدام کوي . په دې توګه د خلکو دټاکلي خبرګانو شورا ماموریت  درهبرۍ لپاره  دټاکلو شرائطو لرونکي کس په انتخاب سره  پاي ته نه رسیږي .  او دا شورا  له دې وروسته  یوبل خورا لوي  ماموریت  چې  هماغه  پررهبرۍ څارنه او کنټرول  دی په غاړه لري .   دایران داسلامی جمهوریت  داساسی قانون د ۱۱۱ اصل په اساس  خبرګانو شورا درهبرۍدصلاحیت  دنه لرلو دمعلومولو مرجع  په توګه  پيژندل شوې ده .  په دغه اصل کې درهبر دلیرې کولو موضوع  په درو موردونوکې اټکل شوې ده  چې په هغو کې   دخپلو قانونی دندو له ترسره کولو درهبر  بې وسه کیدا، درهبرۍ دیوه شرط  له لاسه ورکول او بلاخره ددې ټکي معلومیدا چې  له پيله دځينو شرطونو نه درلودل شامل دي
   که څه هم  په اسلامی جمهوری نظام کې  درهبرۍ پړاؤ  وخت ته نه دی محدود، نو بې شکه دځينوصفتونو او شرطونو سره  مشروط  دی چې  دوخت په تیریدا کې ممکنه ده  خراب شي  ، له بلې خوا درهبر په ټاکنې کې د خبرګانو دشورا دغړو فهم او درک ممکنه ده له تیروتنې سر ه یو ځاي وي  او  دوخت په اوږدو کې ئې ناسموالی ثابت شي . نو ځکه  دخبرګانو شورا دنده لري ،  په دقیقه توګه  درهبر  علمی ،اخلاقي او عملی  صفتونه او شرائطو په باب هغه ضروری  څارنې په نظر کې ونیسي  چې داساسی قانون  په ۱۱۱   اصل کې دغه موضوع اټکل شوې ده .  درهبرۍ دصفتونو اوشرائطو  پر کنټرولولو سربیره  چې دخبرګانو شورا په وسیله او  داټکل شویو  چارو او تمهیداتو سره  ترسره کیږي ، درهبرۍ دمقام  په باب دکنټرول او محدودیتونو نور ډولونه   اعمالیږي چې  په هغو کې  په اساسی قانون کې ځینو لیکل شویو قانونی کنټرولیدو ته اشاره کولی شو  چې رهبري او   دهغه تر څارنې لاندې اورګانونه  هم پکې شاملیږي .   په هغو کې داساسی قانو ن په ۱۰۷ مادې کې  د قانون په وړاندې  دهیواد له نورو خلکوسره  درهبر پر مساوات  ټينګار شوی دی . . په دې توګه  درهبر حقیقي شخصیت   دملت دنورو پرګنو  په نسبت  هیڅ ډول  برلاسی او ځانګړی امتیاز نه لري . همداراز  داساسی قانون  په ۱۴۲مادې کې  درهبر دحقیقي شخصیت  دمالی کنټرول موضوع ته هم اشاره شوې ده  او دقضایه قوې مشر  درهبر ، او دلوړروتبه نورو حکومتي  چارواکو  او دهغوي دمیرمن او بچیانو  پرشتمنۍ له ععدې دلرلوپه مخکې اوورسته وختونو کې د څیړنو او ارزونومسئولیت په غاړه لري . څو دقانون او حق په اپوټه زیاتې شوي نه وي . .  پر دغو موردونو سربیره  داساسی قانون  د ۷۶مادې په اساس  دایران  اسلامی شورا درهبرۍ تر څارنې لاندې  د اورګانونو پشمول  دهیواد په ټولو چارو کې  دتحقیق او تفحص حق لري .
درهبرۍپه باب یوه بل کنټرولیدونکی چاره  چې داساسی قانون  په اساس  اټکل شوې ده  دهغه لپاره دمشورتي اورګانونو او چارو  په نظر کې په نیولو کې  او حتی په خاصو موردونو کې  مشورو ته دهغه پابند کیدا  ده چې په اساسی قانون کې ورته اشاره شوې ده . پر دې اساس  په دیني ولسواکۍ کې رهبري  دنظر له خاوندانو اوکارپيژاندوسره له مشورو هم بې نیازه نه دی  او ضروری ده  په ډيرو موردونو کې  دغه دینی او قرآني  او په عین حال کې  عقلاني  اصل ته  عملا پابنده ووسي .  داساسی قانون د ۱۱۲مادې په اساس  دنظام دمصلحت پيژندونکي ټولنې یوه دنده رهبرۍ ته دمشورو ورکول دي .

                                              ***********************   
    په اکثرو لودیځوالو نظامونوکې  پرخورالوړوحکومتي  مقاماتو دځينو محدودیتونو اویا کنټرولولو لپاره  بیلابیلې رودې او آوزارونو څخه استفاده کیږي دغه رودې او آوزارونه  داساسی قانون محدودې ته  دهغوي  کړچار او سیاست جوړونې  ته په پابند کولو  دقانون جوړونې  دشورا (پارلیمان)  په وړاندې  دهغوي مسئول کیدا ، له تحقق او اجرا مخکې  د هغوي له ځینو فیصلو او سیاستونو دپارلیمان دخبریدا ضرورت  ،او یا د دغو فیصلو له دلیلونو د پارلیمان  خبریدا ، یا دپارلیمان په وسیله د مسئولانو دفیصلو دتصویبیدا ضرورت او په نهایت کې سپارل شویو دندو ترسره کیداته دژمنتیا په باب دولسمشر او یا لومړی وزیر  دلوړې کولو د ضرورت  په څير موردونو کې خلاصه کیدلی شي .
 په دغه ډول سیاسی نظامونو کې   پرخورالوړو حکومتی مقاماتو  کې د اخلاقو اوچلند دلوړوځانګړنو او صفتونو په څیرپه باطني کنټرولونکوځانګړنو ټينګار نه کیږي   او او دهغوي دصلاحیت داثبات لپاره  یوازې دجنایتکار نه شونه او داکثریت رایو ترلاسه کولو باندې بسنه کیږي . په دې توګه  ددغو مقاماتو  له ټاکل کیدا وروسته  او قدرت ته دهغوي په رسیداپسې هم ، هیڅ ډول کنټرول او څارنه  نه کیږي . دمثال په توګه   په هغوي کې داخلاقي اوکړنو  دخصوصیاتو دلرلو  او سم کار او  دعدالت په باب   هیڅ څارنه نه کیږي  او اساسا په خورا لوړو حکومتی مقاماتو کې د دغه ډول صفتونوپرشتون او  دوام باندې دڅارنې لپاره څه خاص سسټم او ځانګړی اورګان  په نظر کې نه دی نیول شوی ې. حال دا چې  دایران په اسلامی جمهوریت کې  دتقوا،عدالت ،شجاعت ،  او علمی صلاحیت په څیر ځانګړنې  درهبرۍ د باطنی کنټرول دوسیله  په توګه په نظر کې نیول شوي ډي .  دا موضوع  دلیبرل ډیموکراسۍ  له نورو نظامونو سره  دایران په اسلامی جمهوریت کې  ددیني ولسواکۍ دنظام   اساسی فرق ته  ورګرځي .  چې په دغه نظام کې،خداي محوری  او الهي ارزښتوو ته پام حاکم دی .  دایران د اسلامی جمهوری نظام  داساسی قانون په دوهم اصل کې  راغلی دي ،  اسلامی جمهوری نظام ،په یوه واحد خداي دایمان او له خداي سره دحاکمیت او شریعت  دمخصوص کولو   او دهغه دامر په وړاندې  دتلسمیدا دضرورت په اساس  ولاړ دی .  دایران په اسلامی جمهوری نظام کې  رهبري  د لودیځ له دیموکراتیکو نظامونو سره دتوپیر یوه اصلی بیلګه د ه . ولایت فقیه یا دیني رهبري  داسلامی جمهوری نظام یو چورلیزي او اساسی رکن جوړوي ،نوځکه  بې ځایه نه ده  چې ددینی حکومت  دمخالفانو زیاتره نیوکې ،  شکونه ،شبهات  او پروپیګنډې  په دغه شان نظام کې  درهبرۍ مقام ته متوجه کیږي .
   دلودیځي ډیموکراسۍ له نظامونو سره داسلامی جمهوری نظام فرق  له رهبرۍ سره په اړونده څلورو اساسی مقولو کې دی چې پررهبرۍ دڅارنې ،کنټرول ، اختیاراتو ، دانتخاب  د رودو  ،شرائطو او صفتونو سره اړوندیږي   .  پر ایران  په واکمن دینی ولسواکه نظام کې  درهبرۍ  لپاره ډیر ، لوړې  او معنوي ځانګړتیاوې ،شرائط او صفونونو په باب   ډيره زیاته سختي  او دقت  شوی دی .  دلودیځ له ډیموکراټيکو نظامونو سره  په یوې تطبیقي  څیړنې اوارزونې کې  په اسلامی جمهوری نظام کې  درهبر دټاکلو رودې  دنورو سیاسی نظامونو په نسبت  دلازیات ډاډ او اعتماد  څخه برخمن دی .  همداراز  په اسلامی جمهوری نظام کې  درهبرۍ دټاکلو درودې  په غیر ا نتخابیوالي  په ټينګار سره  او همداراز درهبرۍ د شرائطو لرونکي کس د پيژندګلوۍ لپاره له خبرګانو او  کارپيژاندو   په استفادې سره په لودییځي دیموکراسیو کې دهغو لوړروتبه حکومتي  مقاماتو دانتخاب  له عامو رودو  چې  له بیلابیلو کاندیدانو دیوه کس په ټاکل کیدا مشتملې وي ، لاباوري او یقیني دی . دلودیځ  له دیموکراټيکو نظامونوسره داسلامی جمهوری نظام کې  درهبرۍ داختیاراتو له مقایسه کولو سره په اړونده بحثونو کې  دا ټکی ثابیتیږی چې رهبري  دنړۍ په ټولوسیاسی  نظامونو کې  ضروری ده څو  باید  دټولنې د مدیریت   او له شخړو اومشکلاتو سره دمقابلې لپاره  ضروری اقتدار  اوحکومتی اختیارات  ولرل شي . له دې امله  په اسلامی جمهوری نظام کې رهبر  هم    په ډيرو سیاسی نظامونو کې  دخورا لوړ حکومتی مقام په اندازه له اختیاراتو برخمن دی . په اسلامی جمهوری نظام کې  دلودیځي دیموکراسیو په اپوټه  چې یوازې له قانونی چوکاټونو سره مشروط  دي ، دمشروعیت معیار  هم الهي او دیني  اصول  او هم قانونی اصول  او عمومی مصلحتونه دي   . پررهبرۍپه کنټرول اوڅارنې کې  په اسلامی جمهوری  نظام کې  درهبرۍ دکړچار او کړنو  په څارنې باندې .خورا دقیق  او ډاډمن میکانیزم واکمن دی .  دخبرګانو په شورا کې دکارپيژاندو دټولګې له لارې ، د رهبرۍ لپاره دعدالت اوتقوا  او ددغه شان شرائطو دلرونکي په توټولو صالح کس په پیژندګلوۍ کې  دډيرزیات دقت او کنټرول  په څیر  دصفتونو او شرائطو په نظر کې په نیولو سره  داددې ښودنه کوي  چې په اسلامی جمهوری نظام کې  په رهبر کې دباطنی کنټرول داړمنو ددوام  په ضرورت  او شتون ‌ډیرزیات ټینګارکیږي   
په داسې حال کې چې  په نورو سیاسی نظامونو کې  په دې باب  هیڅ ډول توجه  او دقت او حساسیت نه اعمالیږي .  په عین حال کې  دایران داسلامی جمهوریت په اساسی قانون کې   په دې زمینې کې په دقیقو او سختو میکانیزمونو سره نور کنټرولیدونکي بهرنی اورګانونه او مقررات   هم کارول کیږي څو   په رهبر کې دتیروتنې ،فساد، قدرت غوښتنې  او انحراف احتمال ترممکنه حده کم شي .
دوستانو په دې اړه به په راتلونکي پروګرام کې بیادروان بحث په دوام کې   په ایران کې داسلامی او دیني ولسواکه نظام دارکانو په باب  درسره وغږیږونو ترهغه وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو  
ا... مومل او ملګری

Add new comment