د صهیونیسټ رژيم د کیمیاوي برید په اړه د چوپتیا غندنه وشوه
د روسیې غږ د صهیونیسټ رژيم د کیمیاوي بریدونو په اړه د امریکايي رسنیو چوپتیا سخته وغندله.
د روسیې غږ خبري سایټ نن پر غزه د۲۲ ورځنۍ جګړې په اوږدو کې پر فلسطیني پنډغالو د صهیونیسټي پوځيانو د کیمیاوي بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۰۰۹ میلادي کال د رپوټ د جزئياتو په اړه د امریکايي رسنیو چوپتیا سخته وغندله.
رپوټ زیاتوي چې د اسراییلو کیمیاوي بریدونه په سوریه کې د امریکا د پوځي مداخلې لپاره د پلمو جوړولو لپاره د سوریې دولت پر کیمیاوي برید د تورنولوپه وخت کې مطرح کېږي.
ددې خبر له مخې، د صهیونیستي رژيم د بریدونو په اړه د سویلي افریقا د پخواني قاضي، ریچارډ ګلډسټون په مشرۍ د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې په یوه ماموریت کې ۵۷۵ پاڼې رپوټ برابر او خپور شوی دی.
په دې بریدونو کې صهیونیسټ رژيم د انساني ډال په توګه له فلسطینیانو څخه په استفادې، د عامو خلکو وژنه، د اوبو د تصفیه ځایونو له منځه وړل او د تولیدي امکاناتو او خوراکي سرچینو له منځه وړلو سره د جګړې له پروتکلونه په سرغړونې تورن شوی دی.
صهیونیسټ رژيم د ۲۰۰۸ میلادي کال د ډسمبر له ۲۷مې د ۲۰۰۹ میلادي کال د جنورۍ تر ۱۸مې نېټې پورې پر غزه په بریدونو کې کابو ۱۴۰۰ فلسطینیان شهیدان کړي دي.
Add new comment