په مصر کې د ولسي لاریونونو ددوام غوښتنه وشوه
د مصر له مشروعیته د ملاتړ ملي ایتلاف په دغه هېواد کې د مشروعیت د بېرته پرځایښت لپاره و ولسي لاریونونو ددوام غوښتنه وکړه.
د قطر چاپ، الشرق ورځپاڼې د انټرنیټي سایټ د خبر له مخې، د مصر له مشروعیته د ملاتړ ملي ایتلاف نن له واکه د لرې کړای شوي ولسمشر، محمد مرسي د بېرته واکمنېدو او د کودتاچي دولت د پرځېدو لپاره د ولسي اعتراضونو او لاریونونو پر دوام ټپينګار وکړ.
ددې خبر له مخې، د مصر له مشروعیته د ملاتړ ملي ایتلاف اعلان وکړ چې د مصر خلکو ثابته کړې ده چې د هغوی پرضد د کودتاچي دولت د ترهګرو اقداماتو ترسره کولو او له کودتاچیانو سره د مصر د پرځېدلي دیکتاتور، حسني مبارک رژيم د پاتې شونو له ښکاره غږملتیا سره سره، خپل انقلاب ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د مصر لنډمهاله دولت په دغه هېواد کې بېړنی حالت ددوونورو میاشتو لپاره تمدید کړ.
د مصر ځینو ګوندونو ددولت له دې اقدام سره خپل مخالفت اعلان کړ.
زموږ خبریال د عربي سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د عبدالمنعم ابوالفتوح په مشرۍ د مصر ځواکمن ګوند د بېړني حالت د تمدید لپاره د مصر د لنډمهاله دولت له پرېکړې سره د خپل مخالفت ترڅنګ اعلان کړی چې دغه پرېکړه د جنورۍ د انقلابیونو د قاتلانو د بې ګناهۍ په معنا دی.
همدارنګه د مصر جماعت اسلامي ګوند هم د بېړني حالت د تمدید لپاره د لنډمهاله دولت هڅې په مصر کې د آزادیو تر پښو لاندې کول وبلل او دغه پرېکړه یې سخته غندلې ده.
د الوطن سلفي ګوند هم په دې اړه د مصر د لنډمهاله دولت پرېکړه غندلې.
د مصر د لنډمهاله ولسمشر ویاند، ایهاب بداوي څه وخت مخکې په دې اړه له هرډول توضیحاتو ورکولو پرته وویل چې عدلي منصور پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې بېړنۍ حالت دوې نورې میاشتې تمدید کړي.
Add new comment