روسیې او امریکا د سوریې په اړه خبرې اترې له سره پیل کړې

د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې، د امریکا او روسیې مرکچیانو نن یوځل بیا په جنوا کې، په سوریه کې د کیمیاوي وسلو په اړه خبرې اترې له سره پيل کړې.
ددغه رپوټ له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري او د روسیې د بهرنیو چارووزیر، سرګي لاوروف هم پر مرکچانو ور زیاتېږي.
کري او لاوروف به ددې خبرو اترو په اړه په یوه خبري غونډه کې ګډون وکړي.
یوه امریکايي چارواکي پرون په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو لپاره د پروګرام پرسر د امریکا او روسیې د موافقې خبر ورکړی دی.

Add new comment