د ایران پوځ له هرډول ګواښ سره د مقابلې وړتیا لري
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ځمکنیو ځواکونو قوماندان اعلان وکړ چې د ایران پوځ په هوا او ځمکه او سختو شرایطو کې له هرډول ګواښ سره د مقابلې لپاره پوره چمتوالی لري.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران داسلامي جمهوریت د پوځ د ځمکنیو ځواکونو قومانداند، جنرال احمدرضا پوردستان نن په یوه خبري غونډه کې د ایران د پوځ د کار کوونکو لوړې روحیې ته په اشارې سره وویل چې دغه ځواک په هوا او ځمکه او سختو شرايطو کې له هرډول ګواښ سره د مقابلې وړتیا لري.
جنرال پور دستان زیاته کړه چې د ایران پوځ ټول پراخ حرکتونه چې په سیمه او له سیمې ور ها خوا شتون لري په دوامداره توګه څاري.
جنرال پورستان د سپېڅلې دفاع اونۍ را رسېدو ته په اشارې سره وویل چې په دې اونۍ کې به د ځمکنیو ځواکونو په شمول د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ نوې لاسته راوړنې پرانستل شي.
Add new comment