په کراچۍ کښې ۱۸ کسان وژل شوي دي
په کراچۍ او د سند صوبی په نورو ښارونوکښې حالات وروسته له هغې لا پسې خراب شول،چې پولیسو د ایم کیو ایم پخوانی استازی ندیم هاشمي ونیوه ، په هغه تور دی چې دوه پولیس یې وژلي دي .
له پرونه تراوسه په کراچۍ کښې په بیلا بیلو سیمو کښې ۱۸ کسان وژل شوي دي .
له دې مخکې د پاکستان حکومت ویلي ؤ،چې کراچۍ ښار د آمنیت د ساتلو لپاره به خورا زیاتې هڅې وکړي .
همدغه راز له حیدرآباد،سکر،میرپورخاص او ټنډو اله یار په څیر سیمو ته هم دغه تاوتریخوالې غځیدلي دي او یو شمیر ګاډو او بسونو ته اورونه اچول شوي دي .
Add new comment