په نیویارک کښې د آمریکایي او ایرانیو چارواکو تر مینځ د کتنې کوم پلان نشته
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف نن له خبریالانو سره په خبرو کښې د ایران او ۵+۱ ډلي د راتلونکو خبرو اترو په اړه وویل، په نیویارک کښې به د ملګرو ملتو د عمومي ټولنې د اسمبلۍ تر څنګ د اروپايي اتحادیي د بهرنې سیاست له مسؤلې میرمن کاترین شتون سره سره وګوري او ایران هغه وخت له مخکې لا زیات نړیوالو ته د خپلو اټومي فعالیتونو سوله ایز والی ثابت کړي،چې د ایران دملت حقو په سم ډول رعایت شي .
د ایران خارجه وزیر ټینګار وکړ،که د ایران د اټومي موضوع د آوارې لپاره سیاسي هوډ موجود وي ،نو ایران هم چمتو دی ،چې په دي باب او د ۵+۱ ډلي په چوکاټ کښې خبرې اترې وکړي .
ښاغلي شریف په دې باب چې د لندن چاپ الحیات ورځپاڼې د ایران لپاره د آمریکا د ولسمشر د لیک متن خپور کړی وویل،هغه څه به رسندويي بڼه وموي چې باید له رسنیو خپاره شي او د الحیات ورځپاڼې مطلب سم نه دی .
Add new comment