القاعده د امریکا د سپیرو هدفونو د تحقق او اسراییلو د ساتلو لپاره لاره اوارونکي ده
اسلامی هیوادونه په تیره بیا له افغانستان او پاکستان نیولی تر مینځنی ختیځ او افریقا شمال ، همداراز عراق او سوریه پورې د امریکا او صیهونیسټی لابۍ د پلان شوی پروګرام په اساس د ترهه ګرۍ په اور کې سوزی .
په دغو هیوادونو کې هره ورځ په لسګونو بلکه سلګونو کسان د امریکا له خوا د تپل شوی ترهه ګرۍ قربانی کیږی . د وژلو شمیر حاضر دمه په سوریه او عراق کې ډیر زیات دې .
په دغه ترهه ګرۍ او له ترهه ګرۍ سره د تش په نامه جنګ کې نه یوازې مسلمانان وژل کیږی بلکې په اسلامی سپیڅلتیاو ، د نبوی کورنۍ او سترو اصحابو په مبارکو مزارونوهم ترهه ګرۍ حملې کیږی . غلیم په دغه کار سره له یوې خوا د مسلمانانو نسل ختمونې که هغه شیعه وی یا سنی ،دوام ورکوی او له بل پلوه کوشش کوی چې په سبیڅلیو مزارونو او ځایونو په حملو سره له هغو دغه اسلامی ارزښتونه واخلی .
د قران کریم سپکاوې او سوزول د لویدیدځ له لوری په همدې لړ کې ترسره کیږی . د اسلام دښمن پوهیږی ، تر هغه وخته چې پکې وحدت او په سپیڅلتیاو ایمان او اعتقاد موجودی وی ، نو مسلمانانو ته هیڅ وخت ماته ورنکړې شی اوپه درستې نړۍ کې به د سوچه محمدی ص اسلام مخینوې ونکړې شی ، نو ځکه دښمن د خپلې سپیرې دسیسې د اجرا لپاره له اسلامی امت دننه ملګری پیدا کړی ، د هغو ذهنونه یې وینځلی او یا یې په پیسو اخیستلی او یا په دوکې سره یې هغه یو شمیر کسان چې کږ فکره وو غولولی دی او ګډ اسلامی امت یې له سخت درز سره مخامخ کړ چې دوهابیت په نوم دغه کږ فکر د زاړه استعمار او نوی سًپیره استعمار امریکا د سپیرو هدفونو له تحقق سره ډیره زیاته مرسته کړی ده .
د وهابیت تفکر د ابن تمیمیه له تفکره راخیستل شوې او درې پیړی مخکې د عثمانی امپراتورۍ په دوران کې په خپل اوج کې وو . انګلستان د همفرې په نوم د خپل یوه جاسوس په وسیله د عربستان د نجد سیمې اوسیدونکې محمد بن عبد الوهاب په نوم کس د دغه ماموریت لپاره غوره کړ او په ډیر ې مکارۍ سره یې په اسلامی امت کې د وهابیت ګمراه فرقه جوړه کړه او په عبد الوهاب یې واورول چې قبر ته ورتلل باید حرام اعلان شی .
د ایمه او اصحابو قبرونه او مزارونه باید وران شی او دغو ځایونو ته ورتلل شرک اعلان شی . ورو ورو په تیرو دریو پیړیو کې په اسلامی امت کې د وهابیت تفکر نفوذ وکړ او په عربستان کې د ال سعودو له راتلو وروسته ، د دغه هیواد د تیلو پیسو د دین ضده د دغه تفکر په پراخولو کې ډیره مرسته کړی ده ، ځکه چې دغه ګمراه فرقه کوم دلیل او منطق خو نلری بلکې یوازې د پیسو او جنایت په مټ د خپلې پراختیا ناکامه هڅه کوی .
په اتیایمې لسیزې کې له شوروی سره د جنګ په وخت امریکا ، لویدیدځ او صیهونیستی لابی د وهابیت په خپرولو کې ډیره زیاته مرسته وکړه . د القاعدې او تکفیری ډلو رامینځته کول یوازې د امریکا او صیهونیستی لابی د ګټو په لړ کې وو او په سیمه کې هغو ته د وهابیت د خدمات اوج وو .په دې خاطر ده چې امریکا هم د شوروی پر ضد د افغانستان په جنګ کې له دغه تفکره ډیره ګټه پورته کړه او هم نن د سوریه په جنګ کې خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره له دې تفکره چې القاعده یې په سر کې ده ، ډیره ګټه پورته کوی او د امریکا په څنګ کې د بشار اسد حکومت پر ضد جنګیږی .
امریکا چې ۱۲ کاله یې له ترهه ګرۍ او القاعدې سره د مبارزې په پلمه افغانستان ونیوه ، نن وینو چې نه یوازې القاعده او ترهه ګری له مینځه نده تللی بلکې تر افریقا پورې په درستو اسلامی هیوادونو کې هم پراخه شوی ده او په افغانستان کې په زرګونو بیګناه انسانان د دغې امریکایی دسیسې قربانی شوی دی او د افغانستان وضعیت یې په دې ډول برابر او پلان کړې دې چې د هغه پر اساس امریکا به تر راتلونکی کاله په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر کم کړی . د واشنګټن پوسټ ورځپآڼې د لیکنې په اساس له ۲۰۱۴ م کاله وروسته به په افغانستان کې د امریکا شتون زیاتره استخباراتی وی او دغه شتون به د افغانستان په نهو سټراټیجیکو سیمو کې د نهو اډو اوپه کابل کې د سی ای اې د یوه ستر جاسوسی مرکز په چوکاټ کې وی اودغه مرکز به په نړۍ کې د سی ای اې تر ټولو ستر مرکز وی .
د دغه مرکز دنده به د سیمې د هغو هیوادونو پر ضد د نوی ساړه جنګ رامینځته کول وی چې امریکا یې په خپلې لارې کې خنډ بولی او په پوځی اډو کې به د ځانګړیو عسکرود شتون هدف د توغندویو یا بې پایلیټه الوتکو له لورې د سیمې په سویه د خپلو مخالفانو او غلیمانو ګوزار کول وی .
همداراز له ۲۰۱۴ م کاله وروسته د افغانستان په جنګ کې د انډول رامینځته کول چې په بشپړه به افغانې وی . له طالبانو سره د امریکا وروستۍ تعاملات د جنګ د ختمولو لپاره ندی بلکې زیاتره د دې لپاره دی چې که طالبان یې قانع کړل او د جنوب ځینې سیمې یې ورته وسپارلې نو په دې ډول په لومړی ګام کې به دغه هیواد د فیدرالی کیدا او په نهایت کې د ویشلو په لور ورکش وای .
د واشنګټن پوسټ ورځپآڼې په همدې خاطر د یوه لوړ رتبه امریکایی مقام له قوله لیکلی دی چې له ۲۰۱۴ م کاله وروسته به اصلی ګواښونه د افغانسان او پاکستان له لوری نه بلکې د یمن او افریقا د شمال له لوری وی . یعنی لومړنې پړاو په افغانستان کې د سیمې د هیوادونو ویشل تقریبا بشپړه شوی دی او هندغه پړاو اوس د مینځنی ختیځ په عربی او د افریقا د شمال په هیوادونو کې بشپړوی .
بده نده دلته د مصر د القاعدې د یوه لوړ رتبه مشر شیخ نبیل نعیم څرګندونو ته اشاره وکړو چې اوس یې افراطی او تکفیری عقیده پریښودلی ده او له یوه عربی ټیلی ویژیونی چینل سره یې په یوه مرکه کې د القاعدې هغو افراطیانو ته په خطاب کې چې په سوریه کې د بشار اسد پر ضد له امریکا او اسرایلو په ملاتړ کې جنګیږی ، ویلی دی اې ځوانانو ، په خداې قسم چې تاسو د امریکا او اسراییلو د ګټو د ساتلو او د دغه عربی هیواد د ویشلو لپاره دا کار کوی او د تاسو قوماندانان له تاسو ناوړه استفاده کوی . په سوریه کې له جنګه د امریکا اصلی هدف دا دې چې سوریه وویشی ، د اسراییلو ضد مقاومت چې حزب ا... یې په سر کې دې ، مات کړی او اسراییل د تل لپاره خوندی کړی
Add new comment