د عربستان عراق اردن او روسېې فوځونه تیارسۍ شوي دي .
د تسنیم آژانس د راپور له مخې وروسته له هغه چې امریکا ګواښ کړئ پر سوریه به حمله کوي د عربستان فوځيان او فوځي ګاډي د سورېې له السویداء ولایت سره په څو کیلو مترۍ کې ځای پر ځای شوي دي .
ویل شوي دا هغه سیمه ده چې د امریکا او اردن د عملیاتو خونې هم په کې میشتې دي او اداره ېې د سلمان بن سلطان سعودي شهزاده په لاس کې ده .
ویل شوي اردن هم د سورېې سر حد ته څيرمه خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي او ویل کیږي دا فوځونه غواړي پر سوریه د لودیځ د حملې په صورت کې مخالفین تقویه کړي تر څو د دمشق په جنوب ختیځ کې پر دولتي عسکرو بریدونه زیات کړي .
په عین حال کې روسېې هم په سره بحیره او مدیترانه کې خپلې فوځي کښتۍ د تیارسۍ په حالت کې وروستلې دي .
د عراق لومړي وزیر نوري المالکي هم خپلو فوځيانو ته د تیارسۍ کیدو امر کړئ .
د ایران د قضایه قوې مشر آملي لاریجاني بیا وویل امریکا د وړاندې طرحه شوې نقشې له مخې پر سوریه د برید نیت درلود .
د ایران د ټولو وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال مسعود جزایري هم وویل امریکا او انګلیستان پر سوریه د اسرائیلو لپاره برید کوي او غواړي په دې ډول اسرآئیل وژغوري خو دا اور به د اسرائیلو لمنې ته هم ورسیږي .
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو قوماندان حسین سلامي هم وویل دوښمنان د منطق ځواک په رسمیت نه پيژني .
د هغه په وینا زموږ فوځونه په داسې حال کې چې سیمه ایز او نړوال ګواښونه په ډيریدو دي په بشپړه تیارۍ کې دي او خپلې وړتیاوېې څو چنده ډيرې کړې دي .
همداراز د ایران د اسلامي شورا یا پارلمان له ملي امنیت او بهرني سیاست کمیسون یو پلاوئ د علاء الدین بروجردي په مشرۍ سورېې ته سفر کوي .د دې کمیسون یوه غړي آصفري وویل لودیځ غواړي په دې برید سره د مقاومت چورلیز کمزورئ کړي خو دا اور به د ټولې سیمې په تیره هغو هیوادونو لمن ونیسي چې په سوریه کې مداخله کوي .
په همدې حال کې د سورېې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اخضر ابراهیمي وویل په دې هیواد کې هر ډول بهرنۍ مداخله باید د ملګرو ملتو د امنیت شورا په تصویب ورسي .
هغه زیاته کړه شوهد ښيي چې په دمشق کې تیره اوونۍ کمیاوي وسلې کارول شوې وې خو هغه ونه ویل چې دا اسناد او شواهد ېې د ملګرو ملتو د پلټونکو له خولې په لاس راوړي که له کومې بلې سر چینې .
پولڼد بیا وايي موږ ډاډه نه یو چې فوځي حمله به په سوریه کې د جرمونو او جنایتونو مخه ونیسي په همدې خاطر به پولڼد د امریکا په مشرۍ په سوریه په برید کې ګډون ونه کړي .
پولڼد پر افغانسان د امریکا په برید کې د امریکا ستره ننګه کړې وه او لا تر اوسه ېې فوځیان په افغانستان جګړه کړي خو د دې هیواد دا اقدام تصادفي ښکاري .
خو بلجیم بیا وايي که کافي شواهد او مدارک تر لاسه نه شي پر سوریه به په برید کې برخه وانخلي .
د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر وویل که د ملګرو ملتو پلټونکئ پلاوئ تائید کړي چې کیمیاوي حمله د بشار الاسد ځواکونو کړې وه نو ملګري ملتونه باید په سوریه کې فوځي مداخله وکړي .
امریکا او په لودیځ کې د دې هیواد ملګرو پریکړه کړې په دمشق کې د کیمیاوي حملې د ادعاء په اساس په سوریه برید وکړي خو دا ادعآ تل د دمشق دولت رد کړې ده .
Add new comment