د افغانستان ولسمشر د انګریز بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د بندولو غوښتنه وکړه

د افغانستان د ولسمشرۍ د د فتر د بیانیې له مخې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي بیګا  په ارګ کښې د افغانستان او پاکستان لپاره د  انګلستان له ځانګړې استازې سایمن ګیس سره وکتل  .
 ولسمشر کرزي په دغه کتنه کښې د افغانستان په بیلا بیلو سیمو د انګلستان د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه  له  هغه سپیناوی وغوښته  او په افغانستان کښې یې،د انګریز  بې پیلوټه  الوتکو د بریدونو د بندولو غوښتنه وکړه.
ولسمشر کرزي په دې  اړه وویل د انګلستان د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه د کابل او لندن تر مینځ کوم تړون نشته  او  د افغانستان  حکومت له دغه ډول بریدونو سره چې ملکیان پکې وژل کیږي ، سخت مخالف دی .
 دا په داسي حال کښي دي چې د افغانستان د ملي آمنیت د شورا دفتر  له دې څو ورځې وړاندې  په کابل کښې  د انګلستان سفارت ته په لیک کښې په دې اړه د سپیناوې غوښتنه کړي وه .
د افغانستان او پاکستان لپاره د  انګلستان  ځانګړې استازې سایمن ګیس هم په دغه کتنه کښې د افغان ځواکونو په پیاوړتیا خوښي وښودله او ويي ویل افغان ځواکونه  د پام وړ  وړتیاوې او پیاوړې ارادې لري  او آمنیتي چارې هم سنبالولاي شي .

Add new comment