د نورو هیوادونو ګواښل د ایران په بهرنې سیاست کښې کوم ځاي نلري

 د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزیر برید جنرال  سردار  حسین دهقان  د  دغه هیواد له  لومړې  تلویزیونې چینل سره په مرکه کښې وویل  د ایران سیاسي نظام  په اعتقادي  مکتب ولاړ دی  او په نورو تیری هم نه مني .
 هغه  وویل د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعي سیاست،په بهرنې سیاست کښې  آمنیتي ضریب پورته کوي  او که څوک کم عقلي وکړي  او په ایران تیری وکړينو د ایران د اسلامي جمهوریت ځواب هم  دفاعی دی .
 د اسلامي ایران دفاع وزیر  د سیمې په سولې او ثبات کښې د ایران   په رول ټینګار وکړ او ويي ویل،  په سیمه کښې د پردیو شتون له تاوان پرته د سیمې د  هیوادونو لپاره  بله ګټه نلري  او غوره لاره دا ده چې خپله د سیمې هیوادونه  خپل آمنیت وساتي .
ښاغلي دهقان  په  سیمه کښې  له  ایران څخه د نورو د ویرولو روان بهیر او په دې اړه د لویدیځوالو په  اقداماتو  په اړه وویل  دغه خوځښتونه په سیمې د پردیو د ناروا شتون د توجیه  لپاره دي،څو  د سیمې  هیوادونو ته نا آمني  القا  او وسلي پرې وپلوري .
د ایران دفاع  وزیر وویل څومره چې ملتونه په سیمه کښې د سلطې د نظام د دسیسو په وړاندې هوښیاریږي ،هغومره هم  د سیمې د هیوادونو او ایران تر مینځ   د پوځي تعاملاتو زمینې هم زیاتیږي .

 

Add new comment