ایران په سورئې کې دجنګ دمخنیوي لپاره هڅه کوي
دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني ټینګار وکړ ا سلامی ایران به په سورئې کې دجنګ دمخنیوي او ددغه هیواد دبحران دسیاسی حل لپاره خپله ټوله هڅه وکاروي
ډاکټرروحانی نن په تهران کې ددرست ایران دجمعې لمانځه دامامانو اخطیبانو ددوه ویشتمې غونډې په دوهمې ورخې ناستې کې دسورئې په ضد دامریکا او دهغې دمتحدانو داحتمالی جنګ په باب دنورو هیوادونو له مشرانو سره دایران دحکومت خبرواترو اوسلامشورو ته په اشارې سره وویل دایران حکومت په وروستیو دوو اونیو کې خپل ټول توان په سورئې کې دهرډول جنګ جګړو دمخنیوي لپاره کارولي دي
هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې سوریه دایران داسلامی جمهوریت لپاره دمقاومت په لومړنۍ کرښې کې دشتون په دلیل له ځانګړي اهمیّته برخمنه ده روښانه کړه که په سورئې کې جنګ وشي ، نو باید جنګ غواړي ئې دنتیجو لپاره هم ډیر لګښت ورکړي .
داسلامی ایران ولسمشر له سورئې سره په تیره بیا دخوراکي موادو په زمینې کې دایران دانسان دوستۍ دمرستو په دوام په ټينګار سره زیاته کړه کله یو اسلامی هیواد په بحراني شرائطو کې وي او دخلکو دخوړو په تامینولو کې له ستونزو سره مخ وي نو باید ورسره مرستې وشي .
ډاکټر حسن روحاني په سورئې په حملې کې دامریکا له ټولو نزدې ملګري انګلستان دپارلیمان منفي رائی او له جنګ سره دنړۍ دعمومی افکارو مخالفتونو اواعتراضونو ته په اشارې سره وویل انګریزان تر اوسه پورې هغه مصیبتونه اوآثار چې دعراق او افغانستان په جنګونو کې ئې لیدلی په یاد ساتي
داسلامی ایران ولسمشر همداراز دایران دایټمی موضوع کې دهیلې اوتدبیر په اړه دحکومت ددریځونو په هکله هم روښانه کړه ، دایران حکومت به دخپل ولس له حقوقو یوه چپه شاتګ هم ونکړي او چمتودی دایټمی خبرواترو دپرمخ بیولو لپاره دمنطق ،استدلال ،عزت او حکمت له لارې هڅه وکړي . . هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې لودیځوال باید دایران دملت په وړاندې دمنطق او احترام سیاست وړاندې کړي وویل دوي باید پوه شي چې دهغه ملت په ضدبه په بندیزونو ادباؤنو سره چې په یوځاي دادب په ژبې او مقاومت سره خبرې کوي بریالی نشي
Add new comment