دایران اصولی سیاست په سمیې کې دامنیت اوثبات ټینګیداده
داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوئې میرمن مرضیه افخم نن پخپل لومړني خبری کنفرانس کې دبیلابیلو هیوادونو له چارواکو سره دایران دسلامشورو او دغه راز په سورئې داحتمالی حملې په باب زیاته کړه ،تهران په دې زمینې کې مختلفې مشورې او خبرې اترې کړي او هڅه ئې کړې څو په سیمې کې دهرډول جنګ جګړو مخه ونیول شي
میرمن افخم زیاته کړې دایران خارجه وزیر هم په بیلابیلو هیوادونو کې دایران دنمائیدنګیو په فعالولو او دغه راز په ټیلیفوني تماسونو کې دسورئې دموضوع دحل په اړه هڅه خپل لومړیتوب ګرځولې او دسورئې دشخړې په باب ئې دتهران اصولي اوروښانه دریځونه اعلان کړي دي
هغې دغه راز وویل اسلامی ایران دکیمیائی وسلو دکارولومخالف او له ډل وژونکو وسلو دسمیې دپاکولو غوښتونکی دی او دترهه ګرو په وسیله له ډل وژونکو وسلو ترلاسه کول اندیښمنونکي ګڼي میرمن افخم همداراز دایران دپارچین پوځي سایټ دلیدو لپاره دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس دغوښتنې په باب په واکمنې شورا کې دآژانس دمشر یوکیاآمانو دڅرګندونو په باب هم وویل له آژانس سره داسلامی ایران ملګرتیاوې رغنده او شفافه بڼه لري او دهغو پلټنو شمیر چې دغه اورګان له ایرانه کړي دي پخپل ډول کې بې مخینې او کم ساري دي
Add new comment