داسلام دښمنان په مسلمانانو کې ددرز اچولو په لټه کې دي
دافغانستان یوه سیاسی اوکلتوری شخصیت عباس حسن زاده نن په کابل کې زمونږ له خبریال سره په خبرو کې ددوو پاکستانیو ترهه ګروهڅې ته په اشارې سره چې دافغان پولیسو په جامو کې ئې په یوه جومات کې پرلمونځ ګوزارو دحملې نیَت درلود وویل ، دغه ډول حملې داسلام ددښمنانو له خوا دغه پاک اوسپیڅلی دین ته دګوزاردورولو لپاره پلانیږي .
هغه زیاته کړې دافغانستان ولس له بیلابیلو قومونو اومذهبونو جوړ دی او سره یوو اومتحد دي او دغه ډول اسلامی ضد اوولسی ضد خوځښتونه په افغان ملت کې درز اواختلافات نشي اچولی
حسن زاده وویل نړیوال استکبار هڅه کوي په اسلامی امت کې درز اواختلاف رامینځةکړي او مسلمانان دیوه بل په وړاندې ودروي خو افغان ملت تر مودو پورې دخپل وطن دین او دجهاد ددیني ارزښتونو دساتلو لپاره زیارګاللی او دغه ارزښتونه ئې ساتلي دي او اوس هم باید خپل یووالی اواتحاد وساتي او داسلام ددښمنانو دسیسې شنډې کړي
Add new comment