اهلبيت په قران کښې
دوستداران د اهلبېت له اوره خلاص دی
بـــې دوستۍ يې عـــــالَم کله مخلًّص دے
يا دا چې:
زۀ دوستــــــــدار د دۀ د آل يـــم
په دوستۍ کښې خوشحال يم
صــــلــــوات زمـــــــا پـــــــه واړو
تــــحيــــات زمــــــا پـــــــــه واړو
او بيا هم دعا کوی:
د خــــــوشحـــال خټـــــک دې حــــشر لـــه هغو شــی
چـې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصوم دی
او په اخېر کې په خپله عقيده تسلی څرګندوی:
د علی د آل په مدح کښې جنت دے
د خوشحــال خټک په دا ده تســـلی
او هم په دې پاکه مينه کې ورته نواصبو او خوارجو د رافضی خطاب ورکړ او هغۀ په خوشحالۍ دا خطاب وزغمۀ او وې ويل
زۀ خوشحال خټک په حُب د اهلبېتو
رافضی کـــړم، خـارجی او اخـــراجی
رحمتونه دې وی په هغه غېرتی، ننګيالی او ستر پښتون خوشحال خان خټک باندې
سريزه
د بخښونكى او مهربان لوئے څښتن په نامه
قرآن مجيد هغه ستر ، سپېڅلے او جامع كتاب دے چې د خداے پاک لخوا د هغۀ د ګران رسول (ص) په پاک زړۀ باندې نازل شوے دے. دا هغه كتاب دے چې ټول حكمت او حق دے او د مطلق حق او حكيم له طرفه راغلے دے .د فضيلت په ټولو اړخونو او موضوع ګانو كې يې بيان او د خلكو په ملامت كې يې خبرې د حق او حكمت په بنياد دى, او له هيڅ اړخه ورته باطل نه شى داخلېدې (سورۀ فصلت ٤٢ ايت) او خپله د قران مجيد په قول چې تر ټولو لوے دليل او برهان دے.
د حديثونو په ګڼ شمېر کتابونو کې په سند او وضاحت سره راغلی دی چې د خداے پاک ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) په خپل ژوند مبارک کې په ځلونو او په تېره بيا په وروستيو وختونو کې فرمايلی دی چې (( زۀ تاسو ته دوه درانۀ څيزونه پرېږدم يو د خداے پاک کتاب قران مجيد او بل خپل عترت او اهلبېت (ع) او که په دغو دواړو مو منګولې ولګولې نو له ما نه پس به هيڅکله بې لارې او ګمراه نه شئ او دا دواړه به هيڅ کله له يو بل نه جدا او بيل نه شی ان تردې چې د کوثر په چينه ما ته راشی.)) (مشهور حديث مبارک)
نو ځکه دا خبره لازمی کيږی چې قرآن مجيد او اهلبېت (ع) په خپلو کې لازم او ملزوم دی او له يو بل نه جدا نه دی که مونږ غواړو چې قرآن مجيد وپېژنو او په قرآن مجيد باندې پوه شو نو پکار دی چې پاکو اهلبېتو (ع) ته رجوع وکړو او پوښتنه ترې وکړو او که غواړو چې اهلبېت (ع) وپېژنو نو بيا پکار دی چې اول قرآن مجيد ته مراجعه وکړو او د پاکو اهلبېتو (ع) شان او لوړ مقام پکښې وګورو.
دلته به دا خبره هم وکړم چې په حديثو مبارکو کښې د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو(ع) ذکر به بيا انشاء الله (اهلبېت (ع) په حديثو کښې) نومی يو بل کتاب کې وکړم خو دلته به دا خبره ښه په وضاحت سره وکړم چې په دې مختصر کتاب کې مې غرض يواځې هغه ځينې ايتونه مبارک راغونډول دی چې په کلی او مجموعی توګه د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو(ع) په وصف کې نازل شوی دی ګنې په انفرادی توګه خو د قران مجيد يوه لويه برخه په پاکو اهلبېتو (ع) باندې نازله شوې ده او په يو حديث مبارک کې له حضرت ابن عباس (رض) نه روايت نقل دے چې وائی چې يو ځل د حضرت علی (ع) په شان کښې د يو ايت مبارک په نازلېدو باندې اصحابانو (رض) د حېرانتيا څرګندونه وکړه نو د خداے ګران رسول (ص) اصحابانو (رض) ته وفرمايل: (( اے زما اصحابو! څه څيز تاسو داسې حېران کړئ؟ په دې پوه شئ
چې قران مجيد څلور برخې نازل شوے دے يوه برخه يې خاص له مونږ اهلبېتو (ع) سره مختص ده او دويمه برخه يې زمونږ د دښمنانو په غندنه او مذمت کښې نازله شوې ده او دريمه برخه يې د حلالو او حرامو په هکله نازله شوې ده او باقی پاتې څلورمه برخه يې واجبات او فرائض دی او خداے پاک د قران مجيد ټول کرائم د حضرت علی (ع) په شان کې نازل کړی دی)) (شواهد التنزل حاکم)
دغه شان حسېن بن سليمان له ابی جارود او هغه له اصبغ بن
نباته نه او هغۀ له حضرت علی (ع) نقل کړی دی چې وې فرمايل:
قران څلور برخې نازل شوے دے ( بل يو روايت کښې درې برخې ذکر شوی دی) يوه برخه يې زمونږ اهلبېتو (ع) په فضيلت کښې دويمه برخه يې زمونږ اهلبېتو (ع) د دښمنانو په مذمت کښې، دريمه برخه يې د حلالو او حرامو په هکله او څلورمه برخه يې د فرائضو او احکامو په بيانولـــو کښې نازلـــه شوې ده.( شواهد التنز ل روايات ٥٨ ، ٥٩،٦٠) او حتی چې لــــه حــضرت ابن عباس (رض) نه راويت دے چې يواځې د حضرت علی (ع) په شان کښې درې سوه ايتونه نازل شوی دی ( تاريخ خطيب بغدادی ) چې حتی د اسلام په وړومبيو پېړيو کښې يو ستر اهلسنت محدث او عالم علامه حاکم حسکانی (وفات ٤٩٠ هـ ق کال) په شواهد التنزيل نومې کتاب کې دوه سوه نهۀ (٢٠٩) هغه ايتونه سره له شان نزوله منجمله د ١١٦٤ حديثونو راغونډ کړی دی.
چې د حضرت علی (ع) په شان کې نازل شوی دی. چې ما بنده د دغه شواهد التنزيل کتاب خلاصه هم په پښتو کښې ترجمه کړې ده چې انشاء الله که توفيق وشو نو چاپ به يې کړم.
اوس په اخېر کښې غواړم چې دا وضاحت بيا وکړم چې په دې وړوکی کتاب کښې مې ځينې هغه مبارک ايتونه راغونډ کړی چې يواځې په مجموعی توګه د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو (ع) په شان کښې نازل شوی دی. په دې هيله چې د پښتنو وروڼو خوېندو د استفادې او زما بنده د اجر سبب
وګرځی.
Add new comment